افغانستاناقتصاد او رغونه

۶۹ ټنه زعفران بهرته صادر شوي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي. د دغه وزارت ویاند ویلي چې ‌د دغو زعفرانو ډېره برخه یې د هوایي دهلیز له لارې هندوستان، متحده عربي اماراتو او چین ته صادر شوي او بیا له یادو هېوادونو څخه سوداګرو امریکا، اسټرالیا، مراکش او اروپایي هېوادونو لکه هسپانیا، هالنډ، ایټالیا او جرمني ته صادر کړي دي. زعفران یو مشهور او لرغونی بوټی دی چې له لس تر دېرش سانتي متر پورې لوړېږي او د پیاز او هوږې په څېر غوټې لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *