ادبشعرونه

‏هرات ته مرثیه!

د (نباتو) او د (قندو) ښار مې وران دی
تړل شوی د خوښۍ هر یو دوکان دی
د انګورو وږي خاورو کې پراته دي
کاڼو، لوټو لاندې پروت ستړی دهقان دی
نړېدلي دي چتونه، دېوالونه
لوټې لوټې دي، د مینې محلونه
د مړې مور په غېږ کې مړه بچي پراته دي
په ګلدان کې رژېدلي دي ګلونه
خاورو لاندې د بخمل څنډه ښکارېږي
یوه ماته آینه لمر ته ځلېږي
لږ په پام سره دا لوټې کړئ ترې پورته
دا کمیس د تازه ناوې معلومېږي
د ماشوم په سر، دې سره لاس ته دې پام دی؟
له خپل لاسه، مور جوړ کړی ورته بام دی
دواړو یو ځای، د ژوند لوبه ده بایللې
د اجل استازي ایښی ورته دام دی
په تېر عمر نړېدلي کور ته ګوري
له هیبته یې هر هډ له غمه خوري
د لمسیانو خاموش شور پسې خپه دی
د بابا له تنهاییه اوښکې اوري
ځمکې! ولې دومره ډېره خوځېدلې؟
چې له ویرې دې جونګړې نړېدلې
ماشومان تر خاورو لاندې تري تم شول
بورې میندې یې په چیغو ژړېدلې
خدایه! دا وطن بار بار دی نړېدلی
پاتې نه دی، دلته هېڅ یو ولاړ څلی
ربه! نور یې هر افت ځنې خوندي کړې
یو ملنګ (نعمان) په عجز لاس نیولی

نعمان دوست

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close