
21 نبوي ملغلرې
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: تر عقل ښه مال نسته، تر تکبر ناوړه يواځي والی نسته، د تدبير غوندې عقل نسته، د تقوی غوندي سخاوت نسته، د ښو اخلاقو غوندې ملګری نسته، د ادب غوندې ميراث نسته، د توفيق غوندې ګټه نسته، د نېک عمل په څېر تجارت نسته، د الله تعالی د ثواب په څېر ګټه نسته، د شبهې سره د درېدلو په څېر پرهيزګاري نسته، د حرام څخه د ځان ساتنې په څېر زهد نسته، د فکر کولو په څېر علم نسته، د فرائضو د آداء کولو په څېر عبادت نسته، د حياء او صبر په څېر ايمان نسته، د عاجزۍ په څېر لويي او اعتبار نسته، د علم په څېر شرف نسته، تر مشورې کاميابه همږغي نسته نو سر او هغه غړي چې په سر پورې نښتي دي وساته، نس او هغه شيان چي د نس سره متصل دي وساته او مرګ په ياد کړه او په قبر کې خپل خرابېدل په ياد کړه. [البصائر والذخائر ج1ص3]
تشريح:
رسول الله صلی الله عليه وسلم په پورته حديث کې ۲۱ مهمې خبرې ذکر کړې چې تشريح يې په لاندې ډول ده:
۱ – هيڅ مال تر عقل غوره نه دی بلکې عقل تر هر ډول مال ښه دی.
۲ – يواځېوالی د انسان لپاره بد دی خو تر ټولو ناوړه يواځېوالی تکبر او غرور دی.
۳ – عقل د انسان لپاره کمال دی خو هېڅ عقل د تدبير او پلان مرتبې ته نسي رسېدلای.
۴ – سخاوت د انسان لپاره ډېر ښه دی،خو د تقوی غوندې سخاوت نسي پيدا کېدلای؛ يعنې د سخاوت په ټولو اقسامو کي تقوی ډېر ښه سخاوت دی.
۵ – انسان بايد تل د ښه ملګري پسې وګرځي خو تر تقوی د انسان لپاره ښه ملګری نسي پيدا کېدلای.
۶ – په ميراث باندې د هر ښه شي پاتې کېدل د انسان لپاره ګټه ده خو ادب تر ټولو ښه ميراث دی.
۷ – که څوک فايدو پسې ګرځي نو تر توفيق ښه فايده نسي موندلای؛ توفيق پر نيکو کارونو د توان اوقدرت پيدا کېدلو ته وايي.
۹ – دا معلومه خبره ده چې په تجارت کې د انسان لپاره ګټه ده خو نيک عمل تر ټولو ښه تجارت دی.
۱۰ – که څوک د ګټې پسې ګرځي نو د الله تعالی له لوري ثواب ورکول ډېره لويه ګټه ده ځکه نو انسان يې بايد په لاس ته راوړلو کي زيار وباسي.
۱۱ – پرهيزګاري د هر انسان دنده ده خو تر ټولو ښه پرهيزګاري د هغه شيانو څخه د ځان ساتل دي چې شبهه په کې وي.
۱۲ – انسان په دې باندي مأمور دی چې د دنيا سره محبت ونه کړي خو د دنيا څخه لويه مخ اړونه د حرامو شيانو څخه د ځان ساتل دي.
۱۳ – هر مثبت علم د انسان لپاره پرمختګ دی خو فکر کول تر ټولو ښه علم دی.
۱۴ – هر عبادت د انسان لپاره ثواب لري خو تر ټولو ښه عبادت د فرائضو آداء کول دي.
۱۵ – ايمان ډېري برخې لري خو حياء او صبر يې ډېرې لويې برخې دي.
۱۶ – په ښه توب کې اعتبار او عزت د انسان لپاره ډېر ښه دی خو عاجزي تر ټولو ښه عزت او اعتبار دی.
۱۷ – په علم کې الله تعالی د انسان لپاره دومره شرف ايښی چې د هغه په څېر بل شرف نسي پيدا کېدلای.
۱۸ – د دوستانو او خپلوانو سره همږغي او خواخوږي ډېره ښه ده خو مشوره تر ټولو شيانو ښه همږغي ده.
۱۹ – انسان په دې مکلف دی چې خپل سر او هغه اعضاء د ګناه څخه وساتي چې په سر پورې نښتي دي لکه سترګې، غوږونه، پزه او خوله.
۲۰ – انسان په دې مکلف دی چې خپل نس او هغه اندامونه چې نس ته نژدې دي له حرامو وساتي لکه عورت.
۲۱ – ددې لپاره چې انسان هيڅ وخت د ګناه کولو ته زړه ښه نه کړي بايد تل مرګ او د قبر حالات په ياد ولري.
مولوي نورالحق مظهري