دینې لیکنې

                                                    ښاغليو استادانو ته  !                                

    امام عبد الرحمان بن هرمز (وفاة: 117هـ) رحمه الله، وتلی تابعي، د مدینې منورې ستر فقیه، محدث او لغوي عالم و، امام مالک رحمه الله له ده سره دیارلس کاله شاګرد پاتې شوی. امام ابن عبد البر رحمه الله لیکي چې مالک بن انس، عبد العزيز بن أبي سلمة، محمد بن إبراهيم بن دينار رحمهم الله او نورو به له ده نه سبقونه ویل.
کله به چې درس کې مالک او عبد العزیز پوښتنه ورنه وکړه؛ ده به ځواب ورکوه، خو چې ابن دینار او د هغه په څېر نورو به پوښتنه ورنه وکړه؛ ده به ځواب نه ورکوه! یوه ورځ ابن دینار ورته وویل: اې ابوبکر! ته ولې زما سره ناروا چلند کوې؟! ده ورته وویل: وه وراره! هغه څنګه؟! ابن دینار ورته وویل: هغه دا چې مالك او عبد العزيز پوښتنه درنه وکړي؛ ځواب ورکوې او زه او زما په څېر نور ملګري چې پوښتنه درنه وکړو؛ ځواب نه راکوې؟!
امام ابن هرمز ورته وویل: ایا په دې ته خپه شوی یې؟ هغه ول هو، امام ورته وویل:
زما عمر زیات شوی دی، هډونه مې نرم شوي دي، زه وېریږم چې د بدن د کمزوري په رقم به مې عقل هم کمزوری شوی یي، مالک او عبد العزیز دواړه فقهاء او عالمان دي، زما نه چې حقه خبر واوري؛ قبلوي یې او چې خطا خبره رانه واوري پریږدي یې او ته او ستا ملګرو ته چې زه څه ډول ځواب درکړم؛ تاسو یې منئ! جامع بیان العلم لابن عبدالبر
د دې عالم دې چلند ته زه هک حیران پاتې شوم! دېته له علم او حق سره مینه، وفا او اخلاص وایی! خپل علمي مقام، خپل حیثیت او په علم او تحقیق کې ټول عمر تېرولو ته نه ګوري، له دې هر څه سره بیا هم دومره اتیات کوي چې یوازې خپلو کره او باوري  شاګردانو ته ځوابونه او وضاحتونه ورکوي، په دې نیت چې که د ذهني کمزوري له امله کومه کمزورې خبره ورته وکړی؛ هغوی به یې تنبیه کړي. الله دې جنتونه نصیب کړي او الله دې موږ ته د دوی پر لاره د تګ توفیق راکړي.

       حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button