افغانستاناقتصاد او رغونه

حنفی : اسلامي امارت د پانګوالو مالي او ځاني خوندیتوب ته ژمن دی

شریعت: د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد له یو تن ملي سوداګر الحاج ابراهیم حبیب یار سره وکتل.د دغې کتنې په پیل کې محترم حبیب یار د اقتصادي وضعیت، سوداګرۍ او بازار په اړه خبرې وکړې وې ویل، د سوداګرۍ او پانګه والۍ په بحث کې تر ټولو مهمه موضوع د سوداګرو او پانګوالو د ځاني او مالي امنیت خوندیتوب دی چې د اسلامي نظام له استقرار راوروسته تامین شوی دی.حبیب یار زیاته کړه، ډېری افغان سوداګر او پانګه وال په بېلابېلو برخو کې په هیواد کې پانګونې ته لېواله دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو له لورې د لازیاتو اسانتیاو برابرېدو او د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړي له مسوولینو وغوښتل چې د هیواد سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم حبیب یار ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت په هیواد کې د افغان سوداګرو او پانګوالو له پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د پانګوالو د اقتصادي فعالیتونو او مالي او ځاني امنیت تامین ته ژمن دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *