روغتیا

7میلیونه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې ۷ میلیونه کسان د کرونا ویروس پر وړاندې بشپړ واکسین شوي دي. دغې ادارې پرون په ټویټر کې دغه جزییات خپاره کړي دي. د کرونا ضد واکسین په باب دا ارقام داسې وخت خپرېږي چې د روغتیا وزارت وايي، په دې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی دی. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له لومړیو د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶۰۰څخه تر ۱۷۰۰ پورې رسېدلی و، خو په تېره یوه میاشت کې دا شمېر تر ۲۵۰۰ ډېر شوی دی. یونېسف په خپل ټویټ کې ویلي چې پنځلس لکه ماشومان بیا د شري یا سرخکان په وړاندې واکسین شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *