دینې لیکنېلیکنې

د کوچني اختر فلسفه، احکام او آداب

سريزه

اختر ته په عربي ژبه کې عید وایي او عید د یوه داسې موسم نوم دی چې د هر ښه مناسبت لپاره په کار وړل کېږي خو کوچنی اختر له هغه عید څخه عبارت دی چې د رمضان د میاشتې له تمامیدو او د شوال د میاشتې له رابره کېدو سره سم اسلامي نړۍ ته د خوښیو ځولۍ راوړي. یا په بله مانا کوچنی اختر د شوال د a لومړۍ ورځ ده.

مسلمانان په کال کې دوه دیني عیدونه لري لکه (عید سعیدالفطر )کوچنی اختر او( عید سعیدالاضحی (لوی اختر.

انس رضي الله عنه فرمایلي دي: چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف یوړو نو ویې لیدل چې خلک په کال کې دوې ورځې اختر کوي نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته و فرمایل: ژباړه ( تاسو دوه عیدونه لری چې په هغه کې لوبې کوی نو الله جل جلاله ستاسو دغه دوه عیدونه په ډېرو بهترینو اخترونو بدل کړل چې کوچنی اختر او لوی اختر دی) رواه اوبو داود و نسایي.

د کوچني اختر دورځې احکام

ـ : ابي سعید د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی او ویلي یې دي چې د عیدالفطر او عیدالاضحی په ورځو روژه نیول حرام دي) رواه البخاري

د امام ابو حنیفه رحمه الله او ځینو نورو مذاهبو کې د اختر د لمانځه ادا کول په مسلمانانو باندې واجب ګرځول شوي دي.

ـ : پیغمبر ص به د اختر د لمانځه نه وروسته خطبه لوستله.

– : امام به په لومړي رکعت کې څلور تکبیرات وايي او په دوهم رکعت کې به هم څلور ځلې تکبیرات وايي.

د اختر د لمانځه ترتیب په دې ډول دی چې مقتدي به په امام پسې د دوه رکعته واجب لمونځ نیت تړي، سبحانک اللهم به تر لااله غیرک پورې وايي بیا له امام سره یو ځای څلور تکبیره ادا کوي او د هر تکبیر سره سم به خپل لاسونه غوږونو ته رسوي، فاتحه او سوره به لوستل کېږي له رکوع او سجدو وروسته به دوه يم رکعت پيل کیږي په دوه يم رکعت کې به امام فاتحه او سوره لولي د سورې له لوستلو وروسته به بیا امام او مقتدیان دواړه څلور تکبیره وایي او په هر تکبیر کې به خپل لاسونه غوږونو ته وړي د پنځم تکبیر سره سم به رکوع ته ځي او دوه يم رکعت به هم ادا کیږي.

– : . روایت چې: (کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د اختر د لمانځه لپاره ووت نو نه یې د هغه لمانځه څخه د مخه او نه وروسته نفل لمونځ ادا کړ) رواه البخاري

د کوچني اختر د ورځې آداب

۱. د اختر په ورځ غسل کول سنت دی او دغه کار رسول الله صلی الله علیه وسلم هم کړی دى. ابن عمر رضي الله عنهما فرمایلي دي:

( مخکې له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د اختر د لمانځه لپاره ووت نو غسل به یې کاوه.

۲. د انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تر هغه لمانځه ته نه ووت څو به یې چې یو څو خرماوې نه وې خوړلې) رواه البخاري

مانا دا چې دکوچني اخترد لمانځه د مخه به یې افطار کاوه خو په لوی اختر کې بیا غوره خبره د ا ده چې قرباني وکړي او له هغه څخه کوم خوراک پوخ او بیا پرې افطار وکړي.

۳. د لمانځه د ادا کولو ځای ته تر رسیدلو د مخه د تکبیراتو ویل لکه: الله اکبر الله اکبر، لااله الاالله و الله اکبر الله اکبر و لله الحمدویل ډېرثواب لري.

۴. د نوو، ښایسته او پاکو جامو اغوستل په دې ورځ مستحب کار دی نو که یو څوک نوې جامې لري هغه دې واغوندي او که یې نوې جامې نه وي کړې نو خپلې پاکې پخوانۍ جامې دې واغوندي. جابر رضي الله عنه فرمایلي دی: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه چپنه درلوده چې د اخترونو او جمعې په ورځو کې به یې پوښله) رواه ابن خزیمه).

د کوچني اختر په هکله د پاملرنې وړ ټکي:

ځینې ټکي د زیاتې پاملرنې وړ دي چې زموږ د ټولنې وګړي ورته متوجه وي هغه دا چې:

۱. د اختر ورځ د خوښۍ ورځ ده نو که چیرې هغه مسلمانان چې له یو بل څخه یې زړونه بد شوي وي باید چې سره پخلا شي د اختر مبارکي وکړي او یو د بل کورونو ته ورشي.

۲: د اختر په ورځ له داسې لوبو او نورو څیزونو ډه ډه کول پکار دي چې سړی د ګناه سرحد ته ور نږدې کوي خو مناسبې لوبې، تفریح او ساعت تیري بیا ښه کار دی چې مسلمان خپلې د اختر ورځې پر خوښۍ سره تیرې کړي.

۳: د هېواد نږدې تاریخ او روانو حالاتو ته په پام کې نیولو سره ضروري ده چې خبري رسنۍ او بیا په ځانګړې توګه تلویزیوني خپرونې داسې خپرونې وکړي چې د ترحم، شفقت او مهربانیو له درسونو څخه ډکې وي.

۴. د اختر خوښي د دې لپاره وي چې یاره څومره ښه وشول چې موږ یو ستر او عظیم عبادت ادا کړ چې الله جل جلاله پر مسلمانانو باندې فرض ګرځولی وو او الله ج ديې پر ټول مسلمه امت رحم وکړي نو مسلمان به د خپلې خوښۍ له کبله هم ثوابونه ګټي.

پوهنيار څارمن نورجمال وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *