افغانستان

پکتیا کې دوه سړکونه جوړ شول

د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ۱۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت دوه ټولګټې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال د ګردېز ښاروال مولوي شريف الله الهام وويل، چې د ښاروالۍ پراختيايي بوديجې په لګښت مرکز ګردېز کې کرماشي دوه سړک د ۵۵۵ مترو په اوږدوالي او د ۱۵ مترو په پلنوالي او د خواجه حسن سړک د ۷۷.۵ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په پلنوالي په اساسې ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
الهام زیاته کړه، چې يادې پروژې ښاريانو ته د آسانتياوو رامنځته کولو او د ښار پراختيا په موخه پيل شوې وې، چې جوړېدو سره د ښار یو شمېر ساحې له یو بل سره ونښلول شوې او د ګڼې ګوڼې وېشلو سره د ښار ګڼ شمېر ستونزې ورسره حل شوې دي.
ورته مهال د ګردېز ښاريان د ښاروالۍ له لوري جوړو شويو پروژو له تطبيق خوښي ښيي او وايي، چې دې سره به ګردېز ښار لا پراخ او د زياتې ګڼې ګوڼې مخه به ونیول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *