سرمقالې

اسلامی نظام کې د مزدورانو پالنه

دا حقیقت له هیچاپټ نه دی چې د اسلام مبارک دین سپېڅلې لارښوونې سراسرد ټول بشریت پرخیرو ښېګڼه ټینګار کوي. اسلام د عدالت، انصاف، شفقت، لورینې او هرچا سره د خواخوږۍ ښوونه کوي، په تېره بیا د انساني ټولنې ګردو بې وسو، بې وزلو اولاس لاندې طبقي سره د انتهایي ډېرې نیکي، ترحم، پرهغوی د زړه سوي او دحقونو پرورکړه یې زښته ډېرتاکيد شوی . مثلاً په نبوي احادیثوکې راغلي چې مزدورته د هغه د خولو تروچېدو مخکې لااجرت ورکړئ. تردې چې وايي پخوانیو مسلمانانو کې هغه درې کسان چې په یوه سمڅ کې د پرښورا ښويېدو په وجه بندپاتې شوي وو، یوه یې له خپل مزدور سره د ښېګڼې عمل خدای تعالی ته وسیله کړچې له برکته یې دعا قبوله او د سمڅې خوله کې څه نا څه چوله پیدا او دوی ته د راوتلو لارپیدا شوه. مقصد دا چې اسلام په دې برخه کې هیڅ کومه نیمګړتیا نه لري اونه ددې محتاج دی چې د مزدورانو اولاس لاندې وګړو حقوق د کمونیزم له فلسفې راواخلي. البته اسلامي نظام هم د پانګوالو لپاره خپلې مناسبې لارښوونې لري اوهم د اجیرانو.اسلام نه دا مني چې شتمن خلک پربې وزلو خپلې لوبې وکړي اونه دا چې مزدوران راولاړ شي او د شتمنو مالونه پر خپلو ملګرو وویشي . په دې توګه مسلمانان باوري دي چې اسلامي قانون د هرانساني فرد د ټولو حقوقو متضمن دی او په خورا ښه ډول یې د واړه، زاړه، نارینه، ښځینه، آمر او مامور،شتمن او بې وزلو حقونه او مکلفیتونه تشریح کړی او د سرغړونې په صورت کې یې دعذابونو اخطارورکړی دی .له بده مرغه معاصره نړۍ کې دا وخت دا جیرپه نامه یوازې سیاست او ناوړه استفاده کيږي لکه هغه څه چې د مګړۍ لویدیځو پانګوالو هېوادوکې د مزدورانو په حق کې ترسره کيږي.په دې هکله د اسلام اونورو ترمنځ لوی توپیر دادی چې زموږ د شرعي لارښوونو له مخې د حکومت په چوکاټ کې دننه هر مامور ځکه یو اجیر ګڼل کيږي چې اجرت یې له بیت الماله ورکول کيږي، که څه هم امیر، خلیفه، والي، وزیر او قوماندان وي، بیا لویان چارواکي وړو مامورینو ته په داسې سترګه ګوري لکه فقط چې د هغوی اجرت له خپل شخصی جیبه ورکوي. په دې اساس د هراسلامي نظام مکلفیت باید دا وي چې واړه او لوی مامورین یې ټول په دې وپوهول شي چې دوی یقیناً د خلکو مزدوران دي. په دې اساس نولازمه ده چې د ټیټ رتبه او لوړ رتبه ترمنځ نه په حقوقو او اجرت کې څو برابره زیات توپیروي اونه دا چې پر وړو هرډول قوانین جاري کيږي، خو لویان ترې مستنثی وي. رښتینی مثالي نظام د مزدورانو دا ډول پالنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *