افغانستان

افغانستان کې د قزاقستان سوداګریزه خونه پرانیستل شوه

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د قزاقستان سوداګریزه خونه پرانیستل شوه. د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

د ښاغلي عزیزي په وینا، د کابل-استانې د سوداګریزو غونډو زیاتوالی، د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همغږۍ اغېزمنتیا، سوداګریزې راشه درشه او شته اسانتیاوې او نور هغه عمده سببونه دي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې قزاقستان ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راوست.

بل پلو، د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایوف ویلي چې ددې خونې له پرانیستې یې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم او ارزښت لوړول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button