افغانستان
افغاني سره میاشت د زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو وړیا درمنله کوي
افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۴۰ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.د يادونې وړ ده، په تېرو ۲۱ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳ زره ۶۸ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.