افغانستان

تېرکال د شاوخوا ۱۸۰ زرو ټنو قاچاقي توکو مخنیوی شوی

مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د ۱۷۹ ټنو توکو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې یو شمېر قاچاقبران هم نیول شوي دي.

ددغه وزارت په قول، ګمرکونو کې د مهمو اسانتیاوو په رامنځته کولو، له فساد  سره پر مبارزې او د زیرکو برېښنایي وسایلو په نصب سره د منعه شویو او قاچاقي توکو مخه ډب شوې ده.

پر همدې بنسټ، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ځیرکو کارکونکو، په تېرکال کې ګڼ بې کیفیته توکي نیولي دي.

ویل کیږي چې دغه توکي د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې نیول شوي چې ټولټال وزن یې ۱۷۸ زره او ۱۹۴ ټنو ته رسیږي. په دغو توکو کې طبي، یوناني، خوراکي، نشه یي، ودانیز توکي او نور شامل دي. ددغو توکو د قاچاقولو اړوند یو شمېر کسان هم نیول شوي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

د مالیې وزارت ډاډ ورکړی چې د ګمرکونو ریاست ګرځنده ډلګۍ هېواد ته د قاچاقېدونکو توکو مخه نیسي او همداشان د هغو توکو د واردلو مخنیوی کوي چې په کوردننه تولیديږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button