بېلابېلې لیکنېلیکنې

د امريکا سياست د يهودي لابي په ګورت کې

عبدالستار سعيد

د امريکا په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر غزه د يهودي تهاجم او وحشت پر خلاف مظاهرې روانې دي،خو د امريکا حکومت د دې پر ځای چې د خپلې دعوې سره سم د خلکو د بيان د آزادۍ حق ته درناوی وکړي، په ډېر تشدد مظاهره کوونکي نيسې او په احتجاجي تجمعاتو بريدونه کوي. امريکا چې د دموکراسۍ او بيان د آزادۍ دعوه لري، پخوا کله هم نه دي ليدل شوي چې د مظاهره کوونکو په وړاندې يې دومره توند چلند کړی وي.ها خوا د همدې هېواد د بهرنيو چارو وزير اسرائيلو ته سفر کړی، تر څو بنيامين نتنياهو په رفح له بريد څخه منصرف کړي، خو راپورونه وايي چې نتنياهو د بلينکن وړانديز پر مخ ورويشتلی او د رد ځواب يې ورکړی. دلته پوښتنه دا ده چې د يهودي صهيونيستانو په استازيتوب بنيامين نتنياهو په کوم اساس دومره جرئت موندلی چې د خپل ولي نعمت «امريکا» په وړاندې موقف نيسي، که څه هم د رسنيز تظاهر تر کچې وي،چې دا وړ چلند د امريکا په نړيوال پرستيژ ډېرې پوښتنې راولاړوي.د دې ټول بحث تر شا حقيقت دا دی چې د امريکا سياست د يهودي لابيګرانو په ګورت کې دی. لابي چې په غربي سياست خصوصاً امريکا کې د سياسي تصاميمو د طراحۍ له مهمو عواملو ګڼل کېږي، هغه پلان شوي عمل ته وايي چې يوه خاصه ډله د سياسي تبليغاتي فشار،  پيسو يا نورو امتيازاتو په واسطه حکومتي دستګاه تر فشار لاندې نيسي او خاص عمل يا موقف ګېرۍ ته يې هڅوي.

په اسانه ټکو لابي د رشوت  او اعمال فشار پرمختللی شکل دی، لابيګرې ډلې د حکومت مقننه، اجرائيه يا قضائيه قواوو ته پيسې ورکوي او يا يې تر فشار لاندې نيسي چې په مقابل کې هغوی د لابي کوونکو په ګټه پرېکړې کوي. په امريکا کې ډېری پرېکړې د ولسي اکثريت د رأيې پر اساس نه ،بلکې د لابي کوونکو ګروپونو په خوښه کېږي. مثلاً په امريکا کې  ۹۰ سلنه عام خلک له کلونو راهيسې د وسلو د خرڅلاو او استعمال محدوديت غواړي خو د وسله لرونکو ټولنه چې يوه له سترو لابيګرو ډلو څخه ده هر ځل مقننه قوې ته په رشوت ورکولو سره د وسلو د قانون تعديل ځنډوي. په هر حال په امريکا کې يوه له مهمو لابيګرو ګروپونو يهودي لابي ده،چې خورا زوړ تاريخ لري. د يهودو لابي چې د امريکا د اقتصاد، بانکونو او ميډيا ډېرې برخې په واک کې لري د امريکايي حکومت په تصميمونو ژور اغېز لري،چې دلته يې يوازې د فلسطين اړوند ځينې بيلګې ذکر کوو.

۱- د نړۍ يهودانو له ډېر پخوا څخه په فلسطين کې د يهودي دولت د جوړولو خوبونه ليدل،د لومړي نړيوال جنګ پر مهال انګلستان هڅه کوله،چې امريکا په خپله پلوي په جګړه کې داخله کړي.انګرېزان چې د فلسطين په ګاونډ کې مصر يې تر واک لاندې و او عرب يې د  عثماني ترکانو خلاف پاڅولي وو د فلسطين راتلونکي احتمالي واکمن بلل کېدل. له يهودو سره يې پټه معامله وکړه، هغه دا چې يهودي صهيوني تحريک به په امريکا کې د خپلې يهودي لابۍ د فشار په توسط امريکايي حکومت د انګرېز په ګټه په جګړه کې ګډېدو ته هڅوي او په مقابل کې به انګليستان په فلسطين کې يهودو ته د دولت جوړولو لپاره ځمکه ورکوي. همداسې وشول په امريکا کې د يهودۍ لابۍ د فشار له امله امريکايي حکومت انګليس په ګټه جګړې ته داخل شو او وروسته انګرېزانو د بالفور داعلاميې په صدور سره په فلسطين کې د يهودو دولت اعلان کړ.

۲- ټرمپ چې کله په امريکا کې ټاکنو ته ودرېد او د پياوړې کانديدې هيلري کلنټن په نسبت يې د کمپاين لپاره لږ منابع درلودل، نو يې له يهودي لابۍ سره غوږ وجنګاوه،د يهودو لابۍ په دې وعده د ټرمپ ملاتړ پيل کړ چې د بريا په صورت کې به ټرمپ بيت المقدس د اسرائيلو دپلازمينې په حيث پېژني او د امريکا سفارت به ورلېږدوي. همداسې وشول،د يهودو لابۍ چې د فيسبوک غوندې اکثره عامه رسنۍ يې په واک کې وې او د رسنيو امپراطور او نيوز کارپوريشن مالک (مارداک) يې له قوي ملاتړو و ټرمپ يې د تبليغاتي ملاتړ په زور ولسمشرۍ ته ورساوه او په مقابل کې ټرمپ هم نه يوازې د امريکا سفارت بيت المقدس ته نقل کړ، بلکه د اسرائيلو د منطقوي دښمنانو د ځپلو لپاره يې هم قاطع اقدامات وکړل.

۳- دريمه بيلګه يې په غزه کې د اسرائيلي روان وحشت په اړه د سپينې ماڼۍ د تضرع سياست دی. په داسې حال کې چې اسرائيلو د انسانيت ټولې پولې ماتې کړې او د وحشت بوږنوونکې نمونې يې پنځولې، تر دې چې د عام امريکايي انسان وجدان يې هم لړزولی،خو په وړاندې امريکايي چارواکي تر حده د يهودي لابۍ په منتر کې ګېر دي چې د حقوق بشر داعيه او دعوه يې د نړيوال د خندا توکی ګرځېدلی.

لوړو حقائقو ته په پام سره بايد پوه شو چې که له يوې خوا اسرائيل د امريکا زائيده او منطقوي نانځکه ده بالمقابل دامریکا د حکومت اصلي قيادت هم تر ډېره د يهودو تر ګورت لاندې دی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button