لیکنې

د سترې محکمې ځينې قوانین

منیرفاروقي

د نړۍ ټول انسانان د یوې داسې لويې محکمې سره مخامخ کېدونکي دي، چې هلته واسطه، پیسې او زور نه په کارېږي. مخکې له دې، چې له دې سترې او لویې محکمې سره مخ شو؛ باید دغه لویه او ستره محکمه و پېژنو، چې هغه څنګه محکمه ده.

۱- هغه داسې یوه محکمه ده، چې هلته ښایست، رنګ او نسب په کار نه راځي. ژبه، مقام او منصب نه چلېږي. هلته مال، دولت او عصري ټکنالوژي آنتن نه ورکوي.

۲- غرور، تکبر، خود خواهي او لهولعب نشته. له ډاره به د هر سړي سترګې د اسمان په طرف وي، چې الله جل جلاله به څنګه حساب ورسره کوي.

۳- د الله جل جلاله پر وړاندې به د خلکو سرونه ټیټ وي.

۴- ټول غږونه به د الله جل جلاله پر وړاندې چپ وي.

۵- خپل اعمال به په انځوريز ډول ګوري، کوچنی او لوی اعمال به یې په انځوریز ډول ثبت شوي وي.

۶- د اعمالو تللو لپاره به یوه کره تله/ترازو لګول شوې وي او اعمال به په کې تلل کېږي.

۷- ستا یو عمل به هم د ملایکو څخه نه وي هېر شوی، چې په عمل نامه کې له لیکلو پاتې شوی وي.

۸- د درواغو شاهدان به نه وي، ستا د بدن اندامونه/غړي به شاهدي ورکوي.

۹- غایبانه فیصله، نقض او استناف به نه وي.

۱۰-  له حساب څخه به هېڅوک نه پاتې کېږي او عمل نامه به یې لاس په لاس ورکول کېږي.

۱۱- رشوت، واسطه، مدافع وکیل او ژباړونکی به نه وي.

۱۲- دوسیې به پټې او سري نه وي، د قیامت په ورځ به ورته خپل کتاب غوړېدلی را ووېستل شي.

۱۳- دغه حساب کتاب به د سختو امنیتي تدابیرو لاندې کېږي. الله جل جلاله فرمایي: ژباړه (هر څوک به په داسې حال کې راځي، چې یو پورې وهونکی/ټېله کوونکی او یو شاهدي ورکوونکی به ورسره وي).

ملګرو! هلته به د انسان عقل سر ته راشي، چې چېرته دي هغه ښایستونه چې موږ به پرې نازېدو؟ رنګ او نسب چېرته دی؟ ژبه، قوم، مقام او منصب چېرته دی؟ هلته چې په کار راځي، یوازې او یوازې نېک عمل دی.

چا چې په دنیا کې نېک اعمال ترسره کړل،د الله جل جلاله او رسول الله اطاعت یې کړی وي، نو همدغو خلکو ته به عمل نامې په ښي لاس کې ورکړل شي او دوی به خوشحاله خپلو کورنیو ته راستانه شي او دوی به هېڅکله نه غمجن کېږي.

قدرمنو! هغې لويې محکمې ته تیاری په کار دی. الله جل جلاله دې موږ او تاسو سره اسانه حساب کتاب وکړي. امین یا رب العلمین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *