سرمقالې

د منځنۍ اسیا هېوادونه دې له افغانستانه ډاډه اوسي!

د خبرونو په حواله ویل شوي چې د روسیې دفاع وزیر وړمه ورځ په یو اخباري بیان کې یو ځل بیا د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له اړخه وېرولي او زیاته کړې یې ده چې یاد هېوادونه افغانستان کې د شته ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخ دي. په دې لړ کې موږ له تېرو څه باندې دوه نیمو کلو راهیسې په تکرار سره د روسي چارواکو دغه ډول څرګندونې په داسې حال کې اورېدلې چې له یوې خوا نه د روسیې حکومت په دې اړه کوم سند او شواهد وړاندې کړي او نه په نوموړو هېوادو کې داسې کومه پېښه منځ ته راغلې چې په څه ناڅه توګه افغانستان سره وتړل شي.

خو له بده مرغه روسي چارواکي پرله پسې ډول افغانانو ته ګوته نیسي او بې سنده تورونه پورې کوي. دا هم بیا په داسې حال کې چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت له لوري په ټینګار سره ددې ډول پروپاګند تردید شوی، له یادو هېوادو سره یې ښې تودې اړیکې پاللي او هغوی ته یې بشپړ ډاډ ورکړی. دا لا څه روسي چارواکي ان له هغې پېښې وروسته هم افغانان یو خطرناک ګواښ بولي چې عاملان یې تاجکستاني اتباع، پړه یې پر داعش او قربانیان یې درې سوو ته رسېدلي وو. په دې دلیل زیاتره شنونکي اټکل کوي چې ښايي له دې ډول څرګندونو د روسانو اصلي موخه داوي چې د افغانانو او منځنۍ اسیا د خلکو ترمنځ د اسلامي ورورګلوۍ د لا ټینګېدو مخه ونیسي. یعنې هغوی د افغانستان له لوري په ډارکې وساتي. ځکه حقیقت دادی چې روسان په خپل قلمرو کې خپله هم له اسلامي ویښتابه وېره لري، که څه هم د سیاسي اهدافو او غرب سره د سیالۍ له امله ظاهراً ځان د مسلمانانو خواخوږي بولي. خو څه چې افغانانو پورې اړه لري، هغه دا حقیقت دی چې زموږ په هېواد کې نه ترهګر شته، نه به قطعاً کوم افغان د دوی خوا ته د ترهګرۍ په نیت ورپورې وځي او نه موږ دې ته فارغ یو چې د خپل جنګ ځپلي هېواد او خلکو د ودانۍ او خدمت پرځای نورو هېوادو کې خپله انرژي مصرف کړو. موږ فقط د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ پر بنا ټولو نړیوالو خصوصاً ګاونډیو هېوادو سره دوستانه اړیکې پالل غواړو- په دې توګه موږ په ټینګار سره هم روسیې او هم د منځنۍ اسیا ګردو هېوادو ته بشپړ ډاډ ورکوو چې زموږ له لوري دوی ته هیڅ ډول خطر شتون نه لري. راځئ بې اساسه خبرې مه کوئ اومه یې منئ، بلکې راوړاندې شئ او د اقتصادي راکړې ورکړې، ترانزیټ، سوداګرۍ او داسې نورو مثبتو اړیکو پرمټ هم خپل هېوادوال سوکاله او بسیا کړئ او هم د جنګ ځپلو افغانانو د کور ودانولو په چاره کې مرسته وکړئ همدا د امنیت ټنیګولو تر ټولو غوره لار ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *