سرمقالې

د نظام د ټینګښت هڅه یو ستر مکلفیت دی

څرنګه چې له څو لسیزو راهیسې هر با احساسه افغان په دې ارمان دی چې په هېواد کې یې یو عادل، منظم، ځواکمن او مستحکم نظام واکمن وي څو په دې ډول زموږ ملت هم له نړیوالو سره سیال، له پردي احتیاجه خلاص، پر ځان بسیا او په سر لوړۍ سره ژوند وکړی شي. همدا وجه ده چې اوس هر لوستی، تجربه کار او په سیاسي وضعیت څه نا څه پوهېدونکی شخص تل په دې فکر کې وي چې په څه ډول به تر خپلواکۍ ګټلو وروسته موجوده واکمن نظام نور هم پیاوړی، منظم او په کورني او بهرني ډګر کې لازیات اعتبار ترلاسه کړی شي. دا یوه فطري او طبیعي تلوسه ده چې هر انسان له خپل وطن سره مینه لري، د خپلې ګټې لپاره هڅه هاند کوي او له همدې امله هر یوله خپلې پوهې او تجربې سره سم په دې اړه مختلف وړاندیزونه لري. مثلاً ځینې وایي ټولې ادارې دې په مطلق ډول مخلصو مجاهدینوته ورکړی شي او یا دا چې ټول دې علماء او طالبان وي. ځینې وایي نه، جهاد یې خپل کار دی، خدای تعالی دې ورته قبول کړي، بلکې له اخلاص سره باید مسلکي وړتیا هم پام کې ونیول شي. ځینې وایي حکومت به هغه مهال مستحکم شي کله چې ولسي مشروعیت ترلاسه کړي، معنا دا چې ټاکنې دې وشي او شورا دې جوړه شي. بل نظر دادی چې د قومي مخورو، دیني علماؤ، سیاسي څېرو او نور تجربه کارو مشرانو په ګډون دې لویه جرګه راوغوښتل شي، اساسي قانون دې تدوین او د همدوی له منځه دې یوه با صلاحیته شورا او د همدې شورا له تایید سره دې ښه مسلکي او هېواد شموله کابینه هم وټاکل شي. بل لورته ځینې لا دا هم وایي چې همدا امارتي ادارې او نظام دې وي خو چارواکي دې په اخلاص سره ملا وتړي، بیت المال سره دې پوره احتیاط کوي، مالي چارو کې دې نور هم شفافیت راولي، خلکوته دې روزګار پیدا کړي، اقتصادي پلانونه دې تطبیق کړي، ښوونې او روزنې ته دې توجه وکړي، د عدالت غوښتنې محاکموته دې لاس رسی اسانه کړي او یوازې سر کاري چارواکو ته دې په لوړو امتیازاتو ورکولو کې سخاوت نه کوي، بلکې تر کلکې محاسبې او څارنې لاندې باید ونیول شي. مطلب دا ټول وړاندیزونه د هېواد پرمختګ، د ملت سوکالۍ او نظام د ټینګښت لپاره ویل کیږي او هر سړی له خپل اجتهاد او پوهې سره سم څرګندونې کوي خو د خلکو له دې ګردو نظریاتو او وړاندیزونو دا کوچ راوځي چې باید د نظام د بریا، ټینګښت، سمون او استحکام لپاره تر هر څه مخکې د هوښیارو او تجربه کارو مشرانو خبرې واورېدلې او هغوی سره مشوره وکړی شي. په اختصار سره همدا ټکی خورا ډېر اهم دی نو خدای جل جلا له دې ټولو مشرانوته مخلص، هوښیار او تجربه کار مشاورین ور په برخه کړي او حقیقت هم دادی چې کله الله تعالی کوم مشرته د خیر اراده وکړي نو نیک وزیر او مشاور ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *