افغانستان
د هرات له زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته شوې
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په هرات ولایت کې یې له ۳۰۰۰ زرو زیاتو زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو بیړنۍ مرستې کړې دي. د دغه پروګرام چارواکي وايي، د هرات زلزله ځپلي لا هم د افغانستان په ساړه ژمي او واورو کې نورو مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړېوال پروګرام پرون پر خپله ټویټر پاڼه یوه لنډه ويډیو خپره کړې چې په کې د هرات ولايت زلزله ځپلي په واوره او سړه سیلۍ کې د خیمو څنګ ته د دغه پروګرام له لوري مرسته شوي خوراکي توکي تر خپلو مېنو رسوي. د نړېوالو سازمانونو د ګډو موندنو له مخې، په هرات کې د روان لمریز کال د تلې ۱۵مې نیټې په پرله پسې زلزلو کې ۱۵۰۰ کسان مړه او ۲۶۰۰ نور ټپیان شوي.