مقالی اوتبصرې

رجل القرن أمير المؤمنين ولعله سادس الخلفاء الراشدين «الملا عمر»

ثالث عمر او شپږم د خلفاء راشدینو
د افغانستان په تاریخ کې ګڼ داسې سړي تیر شوي چې یاد یې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ویاړ دی خو ثالث عمر هغه څوک و چې د اوسني قرن خلک یې داسې نه بولي چې ګواکې هغه دې د دې قرن پورې تړاو ولري بلکې وایي نه هغه داسې و لکه ډیر وړاندې چې تیر شوی وي.
د هغه په اړه یو عرب لیکوال عبدالرحمن خطاب وایي چې رجل القرن.. أمير المؤمنين ولعله سادس الخلفاء الراشدين «الملا عمر»
هغه د خپل قرن مخکښ سړی و او شاید هغه شپږم د خلفاء راشدینو و هغه ملا عمر و.
نن د هغه امیرالمؤمنین تلین دی چې بې له خدایه هیچاته تسلیم نشو او د ژوند ترپایه یې سر ټیټ نه کړ او امت ته یې لوی درس پریښود چې لکه څنګه رسول صلی الله علیه وسلم له یو خندق څخه جګړه په خپل نوم کولی شي همدا راز امت یې هم که د هغه په لار لاړ شي د خدای نصرت به ورسره ملګری او د بریا تر څوکو به رسیږي.
هغه داسې یو څوک و چې له کلونو وروسته یې بیا له الهي ارشاداتو سره سم د امربالمعروف او نهی عن المنکر مهمه دیني وظیفه چې له خلکو ویره شوې غوندې وه راژوندی کړله او یوه ځانګړې اداره یې ورته جوړه کړه او په ټولنه کې یې د منکراتو مخنیوی، د معروفاتو اقامه او د خرافاتو او بدعاتو مخه یې ونیوله.
همدا راز یې یو ځل بیا د حدودو ویر شوی حکم د خلکو په اذهانو کې ژوندی او دغه الهي حکم یې تطبیق کړ.
هغه امیرالمؤمنین چې په خپلو خلکو یې د ترحم بیلګه کمه وه.
که څه هم هغه مهال هم لکه د اوسنی فتحې په څیر د هغو مجرمینو بښل د عقل له لحاظ څخه لرې و، خو ملا صاحب تر پایه هڅه کوله چې له جګړې وړاندې باید د مصالحې کوشش وشي تر څو له جنګ پرته د هیواد صالح قوتونه تر یوې قومندې لاندې د یو متحد اسلامي نظام لپاره لاس په کار شي.
هغه مهال امیرالمؤمنین د اسلامي کانفرانس او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په منځګړتوب په سویس، جده، تاشکند، عشق اباد او اسلام اباد کې څو پړاویز مذاکرات ترسره کړل تر څو د افغانانو ترمنځ دا د وینې بهیدلو سیلاب بند او تول په یوه باامنه هیواد کې راټول شي.
همدا راز لکه اوس چې د هیواد او نظام دښمنان وایي چې اسلامي امارت د ښځو د تعلیم مخالف دی هغه مهال هم دغه سندره بدرګه کیدله خو واقعیت بل څه و هغه دا چې امیرالمؤمنین صاحب په ښکاره ویل چې مونږ د ښځو د تعلیم مخالف نه یو او نه یې هم له تعلیم څخه منع کوو بلکې ویل یې چې ښځې دې د شرعي احکامو او شرایطو په رعایت کولو سره تعلیم وکړي او د ستر، عفت، او شرعي آدابو په ساتلو سره دې په مصئون چاپیریال کې زده کړې وکړي.
ویلی شم چې هغه د عزت او عظمت یوه نښه وه او تل به یې یاد پاته وي.

عاکف مهاجر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button