نړۍ

صهیونستانو  پر الجزیرې شبکې یرغل کړی

رویټرز خبري اژانس د یو شمېر اسراییلي رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې وړمه ورځ ماښام د صهیونیستي رژیم ځواکونو په بیت المقدس کې د الجزیرې ټلوېزیون پر دفتر یرغل کړی، دداه دفتر وسایل یې مات او له ځانه سره وړي دي.

د راپور پر اساس له دې مخکې د اسرائیلو پارلمان د هغو بهرنیو رسنیو د لنډمهاله تړل کېدو پرېکړه کړې وه، چې په وینا یې د تل ابیب ملي امنیت ته ګواښ پېښوي. اسراییلي چارواکو الجزیره ټلوېزوني شبکه تورنه کړې، چې د حماس مجاهدینو په ګټه خبرونو ته پوښښ ورکوي.

بل خوا بیا الجزیرې د دغه هېواد له لوري لګېدلي تورونه رد کړي او د صهیونیستي رژیم له لوري یې په دفتر برید غندلی او زیاتوي، چې دوی به په غزه کې د اشغالګر رژیم د بشریت ضد کړنې برملا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې صهیونستانو تر دې دمخه هم په قصدي ډول غزه کې د الجزیزې په شمول د ګڼو رسنیو خبریالان په نښه کړي دي. صهیونستو بیت المقدس کې د الجزیرې شبکې د کورنۍ ګڼ غړي هم شهیدان کړي وو.

تازه ویل شوي چې په مصر کې د اوربند په تړاو مذاکرې هم لغوه شوي او صهیونستانو له مذاکراتو په شا شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button