بېلابېلې لیکنې

طبیعي اوترافیکي پېښې له افغانانو لوړه قرباني اخلي     

حیا ت الله حلیم

په تېر حکومت کې د مظلومو افغانانو ژوند د امریکااو ناټوغړوهېوادونو د قواو د شپنیوچاپواو ورځنیو عملیاتوپه ترڅ کې له داسې خطرسره مخ و،چې هره ورځ به بلاناغه د ملک په کچه د  بمباردونو، کمین نیولو، ډرون الوتکواو شپنیوچاپو په ترڅ کې په منځنۍ توګه ترپنځوسو، شپیتو پورې عملیات ترسره کېدل او په نتیجه کې به د سلګونوبیګناه افغانانوله سرونو قرباني اخیستل کېده ، چې له نیکه مرغه دا پېښې دامریکا اوناټو د اشغال په پای ته رسېدوسره کنترول شوې او په ملک کې ډاډمن امنیت تامین شو، خو له بده مرغه افغانان د طبعي اوترافیکي پېښوله  امله اوس هم قرباني ورکوي .

د االله حکم دی هیڅ په کې نه شو ویلای ځکه نه یې وړاندوینه کېدای شي او نه هم مخنیوی، د ۱۴۰۱ کال د سرطان په لومړی نېټه په خوست ، پکتیا اوګردیزکې زلزلې دسلګونوکسانوله ژوند څخه قرباني واخیستله ، همدارنګه  تېرکال دهرات زلزله چې مخینه یې په تاریخ کې نه وه اورېدل شوې په زرګونوکسان شهیدان اوبې کوره کړل چې له نیکه مرغه اسلامي امارت په چټکۍ سره لاس په کارشواو مصیبت ځپلوته د ړنګ شویوکورونوپه بدل کې د نویوکورونو جوړولو تابیا ونیوله اوکورونه یې ورته جوړ کړل ، مهم داچې د زلزلې دپېښوقربانیانوته تراوسه دافغانستان په تاریخ کې د کورجوړلوپروسه نه وه عملي شوې ، یوازې به له زلزله ځپلوسره د خوراکي توکو، خیمواوالبسې مرسته کېدله ، لنډه داچې تراوسه په هېڅ مخکني رژیم کې د زلزله ځپلولپاره کورونه نه وو جوړشوي .همدارنګه د وروستیو اورښتونواو سیلابونوله وجې ۹۹ کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړاو ۶۴ نورتپیان شول ۱۵۰۰ کورونه ویجاړاو۹۳ زره هکتاره کرنیزه مځکه متضرره شوه اوهمدارازپه سلګونو مېږې ، وزې اونورکټه پای څاروي هم له منځه ولاړل .

که  پورتنۍ پېښې طبیعي اوخدایي وبولو نوترافیکي پېښې مود خپلې بې احتیاطۍ له وجې رامنځ ته کېږي چې په دې وروستیوکې یې کچه د هېواد په مرکزاو ولایتونوکې دومره لوړه شوې چې بېلګه یې د ترافیکې پېښوپه تاریخ کې مخینه نلري. ترافیکي پېښې زیاتره دلویو اوکوچنیو مسافروړونکو موتروپه لیکوکې را منځ ته کېږي ، همدا وجه ده چې د ترافیکولوی ریاست د هېواد په پنځولویولاروکې د ترافیکي پېښود مخنیوي اوکنترول لپاره یوه برېښنایي مدیریتي طرحه جوړه کړې ده چې له مخې به یې دهرې ترافیکي پېښې ملامت اوسلامت لوری په تخنیکي اوعادلانه ډول څېړل کېږي چې دا طرحه د کابل ـ تورخم ، کابل ـ ګردیز ، کابل ـ فاریاب ، کابل هرات اوکابل – بدخشان په لویو لارو د روان کال په اوږدوکې عملي کېږي څوپه دې لارو د خطرناکواوزړه بوږنوونکو پېښومخنیوی وشي .د کورنیو چارو د خپرو شویو ارقاموله مخې یوازې په تېرنیم کال کې ۱۹۷۸ ترافیکي پېښې را منځ ته شوې چې له امله یې ۹۴۹ کسانوخپل ژوند
بایللی دی .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *