افغانستان

فراه ولایت د ګمرک رياست مسؤلين د عوايدو لوړېدو خبر ورکوي

فراه ولایت د ګمرک رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي سردار ولي «جاويد» له باختر خبري آژانس سره په ځانګړو خبرو کې د ياد رياست د عوايدو د لوړيدو خبر ورکوي او لامل يې د پخوا په پرتله په چارو کې بشپړه روڼتيا، د کارکونکو پرلپسې کار او چمتوالی په ډاګه کوي، نوموړی همدارنګه ټولو ولسي وګړو ته په ياد ګمرک د پوره روڼتيا، د بډې نه اخيستلو، د ظلم او بې نوبتي نه کولو ډاډ ورکوي او وايې؛ چې په ګمرک رياست کې يوازې يو ځای په عادي حالت محصول اخيستل کېږي او د هیچا له لوري څو ځايه محصول نه اخيستل کېږي.
فراه ولایت د ګمرک رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال مولوي سردار ولي «جاويد» همدارنګه د ياد ګمرک د عوايدو د لوړيدو په پار د دې ولايت د شيخ ابونصر فراهي بندر د سړک د رغولو غوښتنه کوي او وايې؛ که چیرته دغه سړک ورغول شي، نو په عوايدو کې به د پام وړ بدلون رامنځته شي.
نوموړي همدارنګه له ټولو ملي سوداګرو او د دوی له استازو څخه چارو ته د لا ښې رسيدنې په موخه د ګمرک رياست اداري څانګو ته د ورتګ پر مهال د نظم او نوبت ساتلو غوښتنه هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button