دینې لیکنېلیکنې

فلسطین او اتیا کاله مبارزه

څلورمه برخه   /  ژباړن: سلطان جان خاکسار

د تاریخ تر ټولو ستر اعتصاب او د فلسطین انقلاب

د شیخ عزیزالدین قسام مړینه د فلسطیني وګړو د مبارزو په تاریخ کې  د عطف نقطه ده. د فلسطیني ځوانانو پرله پسې مبارزې د فلسطین په ټولو ښځو او نارينه و د جګړو روحیه او انګېزه پیدا کړه. همدا علت و،چې په ۱۹۳۶ کې د امین الحسیني په مشرۍ د عربو عالي کمېټه رامنځته شوه، تر څو د تاریخ تر ټولو ستر اعتصاب ته لوری ورکړي. یوه یادونه ضروري ده چې د فلسطیني وګړو په سوله ییزو مبارزو او پرلتونو هېڅکله بریتانیا دې ته حاضره نه شوه چې د یهودانو له ډله ییز کوچ څخه لاس په سر شي. همدا علت و چې وروسته له دې مسئله مسلحانه مبارزې او جهاد ته ووته او د وسله والې مبارزې اعلامیه رسماً صادره شوه.  خلکو د فلسطین له انقلاب سره په مستقیمه توګه خپله همکاري پیل کړه. فلسطیني مجاهدینو وکولی شول چې د پرله پسې بریدونو په پایله کې یهودیان شاتګ ته اړ کړي او د فلسطین په ګڼو ښارونو کې د فلسطین بیرغ ورپوي. دغه مبارزې تر ۱۹۳۹ کاله پورې وغځېدې.

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جهادي فعالیتونو په جریان کې خنډ و ځنډ راغی،خو کله چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده نو ډېر یهودان فلسطین ته کډوال شول او فلسطیني بومي اوسېدونکو سره یې اخ و ډب زیات شو.

د فلسطین وېش او د اسراییلو ظهور:

یهودان چې کله په ډله ییزه توګه په فلسطين کې ځای پر ځای شول،نو په شورشونو یې لاس پورې کړ او بریتانیا په ملګرو ملتونو کې د دې وګړو د مستقل دولت پر سر د رامنځته کولو بحثونه پیل کړل. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د یهودانو غوښتنې او وړاندیزونه راټول او د عمومي ناستې ګډونوالو ته یې وسپارل. د یوې طرحې پر بنسټ فلسطین په منځ ووېشل شو،چې یوې خوا یهود او بلې خوا عرب پاتې شول. په همدې اساس په ۱۹۴۷ کې ملګرو ملتونو عمومي غونډه راوغوښته او فلسطین یې په دوو هېوادونو فلسطین او اسراییلو ووېشه چې د فلسطین ۵۲ سلنه خاوره د اسراییلو او ۴۸ سلنه د فلسطینیانو په برخه ورسېده. د دغې طرحې له تصویب سره سم یو ځل بیا په ټول فلسطین کې غوغا او د جهادي فعالیتونه معرکه ګرمه شوه.

اسراییل د یوه هېواد په توګه:

د اسراییلو له تشکیل یو کال وروسته(۱۹۴۸) کې انګلیسان له ټول فلسطین څخه ووت او د یهودانو د فعالیت او د یوه خپلواک هېواد په حیث د حکومتولۍ پوره زمينه یې ورته برابره کړه. همغه و،چې انګلستان په رسمي توکه په فلسطین کې اسراییل د یوه خپلواک هېواد په حیث اعلان او معرفي کړ. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي هم اسراییل د یوه خپلواک هېواد په حیث ومانه. یهودانو چې کله په ملګرو ملتونو کې خپل هېواد ثبت او رسمي ولید، نو په نڅا او ګډا یې پیل وکړ او همدغه ظالمانه پرېکړه وه،چې زرګونو بې پناه فلسطینیانو ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرت وکړ.

اسراییل او عرب:

د ۱۹۴۸ کال د عربو او اسراییلو جګړه:

د سیمې عربي هېوادونو پرېکړه وکړه چې پر فلسطین ګډ برید وکړي او یهودان له دغې ځمکې وشړي. دا وخت امریکا او فرانسه هم تازه د یهودانو ملاتړ ته راوتي وو او د وسله والې مبارزې ډېره شونتیا نه لیدل کېده. بیا هم په ۱۹۴۸ کال کې د عربو او یهودو لومړۍ جګړه پېښه شوه. عربو له شمال، لوېدیځ او ختیځ څخه پر اشغالي فلسطین بریدونه پیل کړل، ډېرې سوبې یې په برخه شول، ښارونه یې په یو بل پسې لاندې کړل؛ حتی د اسراییلو تر پلازمېنې تل اویو پورې ورسېدل، خو دغه مهال فرانسې او انګلستان مستقیمه مداخله وکړه، د امنیت شورا یې د دواړو خواوو ترمنځ سولې او د اوربند یوه پرېکړه لیک ته راوبلل چې عرب ځواکونو له مجبورۍ اوربند ته غاړه کېښوده او خپل ځواکونه یې له سیمې ووېستل. دغه وخت اسراییلو له دې اوربند پوره ګټه واخیسته، له اروپا یې بې درېغه نظامي وسلې او مهمات راوچلول، خپله اردو یې پیاوړې کړه او د امنیت شورا پرېکړه یې څېرې او جګړه یې پیل کړه. دغه وخت د عربي، فلسطیني او مصري ځواکونو د غفلت له وجې اسرایلو جګړه توده کړه او ګڼې سیمې یې ونیولې. اسراییلو دا ځل د فلسطین ۷۸ سلنه خاوره خپله کړه او خپل توغ یې پرې ودراوه. د شلمې پېړۍ په پینځمه لسیزه کې سوکه سوکه جهادي مبارزو زور واخیست او د همدغو کلونو زلمیانو د کډوالۍ پر مهال خپل ټاټوبي ته د راستنېدنې په فکر کې شول.

جمال عبدالناصر او فلسطین:

په ۱۹۵۲ کې د اردو ځینې افسرانو د جمال عبدالناصر په ملتیا کودتا وکړه او د مصر واګې یې په لاس کې واخيستې او ځان یې ولسمشر اعلان کړ. ده په لومړیو کې ځان د اخوان المسلین مبارزینو ته نږدې کړ، د فلسطین د ازادولو شعارونه یې بدرګه کول خو لږ وخت وروسته عربي نړۍ له نوموړي نهیلې شوه. عربي نړۍ هیله ښودله چې جمال عبدالنصاصر به وکولی شي چې فلسطین ازاد کړي. نوموړي د دې چارې لپاره د سوریې پوځ له ځان سره یوځای کړ. بدبختانه جمال عبدالناصر ډېر ژر د اخوان المسلین ګوند چې په مصر کې تر ټولو ستر حزب و، وتاړه، سرلاري یې بندیان او یا هم اعدام کړل. حتی د اخوان المسلمین کسان یې ډېری ترور او په شهادت ورسول. له دې وروسته د مصر له سیاسي حوزې اخوان المسلین لیرې شو او د یهودانو پر خلاف د مبارزې انګېزه خفه شوه. دغه مهال د یهودو پر خلاف د نورو جهادي ګروپونو انګېزه هم ومروړل شوه او همدغه و،چې اسراییلو لا خپلو تېریو ته دوام ورکړ. په ۱۹۵۶ میلادي کې اسراییلو د انګلستان او فرانسې په مرسته پر مصر برید وکړ او د سینا سارا او د غزې تړانګې ګڼې برخې په خپل لاس کې ونیوې. وروسته انګلستان او فرانسې خپل ځواکونه وویستل. امریکا هم د دې طرحې برخه وه چې وروسته یې په اشغالي سیمو کې یهودان ځای په ځای کړل.

د ازادۍ بښونکو او (فتح) غورځنګ تاسیس:

په ۱۹۵۹ میلادي کال کې یو شمېر فلسطیني ځوانان د وسله والې مبارزې په فکر کې شول او غوښتل چې یې یو سیاسي، فکري او وسله وال ادرس رامنځته کړي. د دغه غورځنګ غړي په ټولو عربي هېوادونو کې تیت و. دغه ځوانانو له بېلابېلو اندونو سره یوځای او د فتح په نامه د یوه غورځنګ بنسټ کېښود. د دغه غورځنګ مشري له یاسر عرفات سره وه، خو له لسو کلونو شعارونو او غورځو پورځو وروسته هم ونه توانېدل چې پر اسراییلو یرغل وکړي. یو ځل بیا په ۱۹۶۷ میلادي کال اسراییلو له هوا او ځمکې له لارې پر مصر هوایي حملې وکړې او په شپږو ورځو کې یې د سینا سارا، غزه، بیت المقدس‎، د سوریې جولان او نورې ګڼې برخې مستعمره کړې. یو ځل بیا نږدې یو میلیون فلسطیني مسلمانان بې کوره او د یهودو هېواد درې برابره ستر شو. د یهودو له دغو پرله پسې بریا وروسته عرب سخت زیات نهیلي شول او د خپل بخت ستوری یې تت لیده. هماغه و چې د فلسطین د ازادۍ غورځنګ سره یې غاړه یوړه او په ګڼو عربي هېوادونو کې یې چریکي بریدونه وکړل. دغه غورځنګ اردن کې ځای په ځای شو او هلته یې ګڼ کسان جذب کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *