افغانستان

چارواکي: د نورستان او پنجشېر د طبیعي پېښو زیانمنو سره به مرسته وشي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې په نورستان او پنجشېر ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو کورنیو سره به همکاري وشي. دغه وزارت په یوې اعلامیه کې د نورستان او پنجشېر ولایتونو د کډوالو ریاستونو ته حکم کړی چې د دغو کورنیو اړتیاوو د تامین لپاره له نورو بنسټونو سره همکاري او همغږي وکړي. د کډوالو چارو وزارت همدارنګه له خیریه بنسټونو او سوداګرو غوښتي چې له زیانمنو کورنیو سره همکاري وکړي. د نورستان په نورګرام ولسوالۍ اړوند د تتین درې په نکره کلي کې د غره ښویېدنې له امله ۲۲ تنه مړه شوي چې تر اوسه د ۹ تنو جسدونه راایستل شوي او د پاتې نورو د لټون عملیات روان دي. دغه راز په پنجشېر ولايت کې هم د واورې ښويېدنې له امله دوه تنه کان کېندونکي مړه شوي او يو بل ټپي دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button