نړۍ

چین او فرانسې د خپلمنځي همکاریو په پراختیا بحث کړی

ولسمشر شي‌جين‌پينګ وړمه ورځ  د چين او فرانسې ترمنځ د همکاریو د نوي پېر د پيلولو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په باب یې هم بحثونه وکړل.

شي‌جين‌پينګ دغه غوښتنه په پاريس کې د چين او فرانسې د سوداګرۍ شورا د شپږمې غونډې په پای کې په يوه وينا کې وکړه. ولسمشر پنګ تېره یکشنبه په یوه ناڅاپي سفر اروپا ته ولاړ. پینګ په تېرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره اروپا ته خپل سفر کړی دی. ولسمشر پنګ به فرانسه کې له خپل سیال ایمانوېل ماکرون سره کتلي او پر یو شمېر سوداګریزو اړیکو یې بحثونه کړي دي. بل پلو ویل کیږي چې د المان لومړی وزیر به له پینګ او ماکرون سره ونه ګوري.

ښایي نوموړی د اوکراین او روسیې په اړه هم بحثونه ولري او تر فرانسې وروسته به سربیا او هنګري ته هم ولاړ شي.د ویلو ده چې پاریس د مسکو-کییف تر منځ جګړو کې د کییف او پیکېنګ بیا د مسکو ملاتړ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button