افغانستان
کندهار کې د سمنټو د تولید ستره کارخونه رغیږي
د کندهار په ښوراندام کې د احمدنبي زاده په نوم د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید د یوې لویې کارخونې چارې روانې دي. دا کارخونه په دوو فازونو کي پر 100 جریبه ځمکه جوړیږي. د یادې کارخونې د جوړېدو کارونه په چټکۍ سره روان دي او اوسمهال یې د جوړېدو چاري 55 سلنه بشپړې شوي دي.
ددې کارخونې د لومړي فاز تر بشپړېدو وروسته به په ورځنۍ توګه 1500 ټنه او د دویم فاز تر بشپړېدو وروسته به یې ورځني تولیدات 5 زره ټنه وي او دغه راز به شاوخوا 6 زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کارمونده وشي.