افغانستان

کندهار کې د پاکو اوبو یوه زېرمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 

د کندهار ولایت غورک ولسوالۍ په پیر قدم کلي کې د يادي سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او پرون یې پرانیسته وشوه.یاده شبکه د کندهار اقتصاد ریاست د دریو میاشتو په موده کي د (اته پنځوس زره شپږ سوه دوولس) امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چي په یوه وخت کي د لس زره لېټره اوبو د ځایولو ظرفیت لري، او اوس مهال یې له برکته د یادي سېمي ۲۲۰ کورنیو ته د څښاک پاکي اوبه رسېږي.دیادولو وړ ده چي د دغه پروژې د تطبیق پر مهال د یادي سیمي ۹۰۰ بېکاره ځوانانو ته د ۳ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې.د اقتصاد ریس ملا عبدالسلام بریالی وايي، چي د کندهار ښار تر څنګ د لیري پرتو ولسوالیو ولسونو ته هم د پاکو اوبو او نور لازم او ضروري خدمات ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *