افغانستان

اسلامي امارت : ټاپي پروژه کې خپلې برخې لګښت ورکولو ته چمتو یو

کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هېواد کې د ټاپي پروژې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري. د دغه وزارت ویاند ټينګار کوي چې سرپرست حکومت چمتو دی چې د دغې پروژې هغه لګښت پرې کړي چې د افغانستان اړوند دی. د کانونو او صنایعو خونه بیا وايي، د ټاپي پروژې له عملي کېدو سره به افغانستان له اقتصادي پلوه لا زیاته وده او پرمختګ وکړي. ټاپي پروژه له ترکمنستانه پیل او له افغان او پاکستان خاورې په تېریدو سره هند ته رسیږي چې په عملي کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کاري زمینې له برابرېدو سربېره افغانستان په کال کې ۴۰۰ میلیون ډالره لاس ته راوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button