سرمقالې

افغانان او نړیواله ټولنه

له ډې حقیقته هیڅوک انکار نه شي کولی چې د ځمکې پرمخ دا وخت میلیاردونه انسانان ژوند کوي. دغه مخلوق که څه هم ټول له یوه پلاره پیدا دي خو تر منځه یې د بڼو، رنګونو، قومونو، ژبو، افکارو، عقایدو او نورو ژوندینو رسومو او طور – طریقو کې حتماً څه توپیرونه هم شته. البته له دې ګردو توپیرونو سره سره بلا ډېر مشترکات هم لري. مثلاً ټول انسانان غږېدونکي دي، توالد او تناسل لري، کورني او قومي تړاوونه پالي، هریو د بریا او پرمختګ هڅه کوي، هر یو له غلامي خلاصون او خپلواکي ساتل غواړي او هره پرګنه د ځان او خپلې ټولنې د سوکالي او بسیا کېدو لپاره هلې ځلې کوي. په همدې توګه افغان هم د نړۍ د زرګونو قومونو او ملتونو له جملې یو ملت دی چې طبعاً د ډېرو انساني مشترکاتو پر اساس د سترې نړیوالې ټولنې یوه برخه تشکیلوي. دا چې د ځمکې پرمخ اوسېدونکي انسانان د عقیدې له مخې ان له پیله پردوو مسلم او غیر مسلم ډلو وېشل شوي او نا مسلمان وګړي په شمېر او نفوس کې همېشه زیات دي، ښکاره ده چې د ځمکې دېری واک او وسایل هم د دوی په لاس کې دي او همدا وجه ده چې داوخت د ملګرو ملتو په نامه یوه رسمي نړیواله اداره چې اصلاً په مطلق ډول دګرد بشریت د انتظام په پار منځ ته راغلې، بیا هم اسلامي امت سره کاملاً میرنی چلند کوي. تردې چې د ټولو مسلمانانو پر وړاندې د نوموړې ادارې دریځ له بد بینۍ، دښمنۍ او دوه مخۍ بالکل ډک دی. د یادې ادارې د همدې حسودانه چلند له امله یو شمېر ضعیف النفسه مسلمانو ملتونو یو مخ د غوړه مالۍ تګلاره غوره کړې او د نورو د خوښۍ لپاره یې خپل زیاتره ارزښتونه له پامه غورځولي، خو افغانان بیا یوداسې ملت دی چې ښایي له دې پلوه یې په نړۍ کې سیالان ډېر کم وي. دا حقیقت غالباً اوس ټولې نړۍ ته د لمر په شان روښانه شوی هم دی. ځکه ټول خبر دي چې افغانانو په تېره یوه پېړۍ کې د خپلو همدغو ملي ارزښتونو د ساتنې او دفاع په خاطر له دریو خورا سترو زبر ځواکو لښکرو سره سختې ډغرې ووهلې او په دې لارکې یې انتهایي ډېره درنه قرباني ورکړه. په دې اساس موږ یو ځل بیا هم له خپلو ګاونډیانو او سیمې هېوادونو او هم د ملګرو ملتو له ټولو ادارونه په ټینګار سره غوښتنه کوو چې نور باید لږ تر لږه د افغانانو انساني حقونوته په ښه نظر وګوري. په دې معنا چې زموږ په کورنیو او هغو موضوعاتو کې دې مداخلې نه کوي چې نه بل چاپورې اړه لري او نه یې څه ګټه او زیان ورته رسږي. دوی ته په کار ده چې افغانان د یو خپلواک ملت په توګه ومني، خپلی فرمایشات وربانې تحمیل نه کړي او حکومتي نظام سره یې د نورو په شان مناسبې او رسمي اړیکې وپالي. لنډه دا چې ټول باید دا واقعیت هم درک کړي چې د اسلامي امارت په نامه موجوده نظام د افغانانو د غوڅ اکثریت ملاتړ له ځان سره لري، بناءً تجرید او ګوښه کول به یې یقیناً د هیچا په ګټه نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button