سرمقالې

افغانان دې لاس ته راغلی فرصت نه ضایع کوي !

حقیقت دادی چې اوسنۍ نړۍ کې ژوند کول یقیناً داسې دي لکه په یو کاملاً وحشي ځنګل کې اوسېدل. داسې ځنګل چې نه انسان پکې وي او نه څه انساني ارزښتونه. بلکې یوازې د څو ښکرورو او داړ ورو واک او قانون پکې حاکم وي. مطلب موږ هم وروستۍ څلورلسیزې داسې وخت تېر کړی چې د همدې وحشي نړۍ ټولو ښکرورو پرموږ بریدونه کړي، موږ یې هم ځپلي یو او دوی هم ستومانه شوي دي. اوس موږ له خورا سختو حالاتو راوتلي یو، شوروي یرغلګر او کورنیو بړیڅو یې شپږڅلویښت کاله مخکې زموږ یو محکم ملي حکومت را ړنګ او څوارلس کاله یې زموږ پر لوېشت لوېشت ځمکه اورونه او بمونه ورغورځول، بیایې لس کاله د خپلو اجیرو ملیشو پر مټ لاهم جګړه روانه وساتله او ترهغه وروسته بیا شل کاله د صلیبي یرغل او اشغال په ترڅ کې له هرپلوه سخت وځپل شوو. لنده دا چې تر ډېرو سړو تودو وروسته اوس دادی د امنیت او خپلواکۍ یو ډېرغوره زرین فرصت په لاس راغلی. خو پام مو وي چې دا حالت هم پرموږ د هیچا پېرزو نه دی اولا هم ګرد چاپېره دښمنان شپه ورځ هڅه کوي چې په هرممکن صورت مو یو ځل بیا پخوانیو بدبختیو سره لاس ګرېوان کړي. ځکه خو افغان ولس ته په کاردي چې ډېر  اوڅار او بیدار اوسي او د هغو مغرضو کړیو په لمسون او شیطانت ونه غولیږي د چا چې دلته زښته ډېر سرونه مات شوي، میلیاردونه پیسې یې لګېدلې اوسلګونه پلانونه، دسیسې اومؤسسې یې شنډې شوې. بناًء موږ ته لازمه ده چې تېر اشغالونه، مداخلې او ناخوالې له یاده ونه باسو او له مشرانو ترکشرانو او له عوامو تر خاصو ټول په ګډه په کامل جدیت او جذبه دا هڅه وکړو چې ځورېدلی ولس مو یو ځل بیا له تېرو ناخوالو او بد مرغیو سره مخ نه شي. له بده مرغه دښمن یوځل بیا خپل هماغه څوځله پلورل شوي غلامان په همدې موخه ګمارلي چې زموږ هېواد کې یو شر او شرارت جوړ او خپل ارمانونه ترسره کړي. تاسې نه ګورئ اوس څومره تښتېدلي لیګادي نارې سورې وهي او د پرنګي له غېږې افغانان جګړو او بغاوت ته هڅوي په داسې حال کې چې د تېر شل کلن صلیبي اشغال په ټوله موده کې یې د یرغلګرو د خوښۍ لپاره په دې خبره ستوني وشکول چې جګړه مه کوئ، جګړه هېواد ورانوي او ناخوالې راولي.

نو ګرانوهېوادوالو ګورئ بیا مه غولېږئ او له همدې ترلاسه شوي فرصته د خپلې دفاع، خپلواکۍ ساتلو او ځان بسیا کولو لپاره پرنه ستړې کېدونکې مبارزې لاس پورې کړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button