افغانستان

افغانستان کې د درملو د تولید تر ټولو ستره کارخونه پرانیستل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د درملو د تولید تر ټولو ستره کارخونه پرانیسته. د یادې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې د ملا برادر سربېره، د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار، لوړپوړو چاواکو او سوداګرو ګډون کړی وو. دغه کارخونه د ۱۶ میلیونو په ارزښت له نړیوالو معیارونو سره سمه رغېدلې ده.په دغه کارخونه کې به له نړیوالو سټنډرډونو سره سم بېلابېل درمل؛ شربتونه، ګولۍ، پوډر او کپسول تولیدیږي. په دغه کارخونه کې ۳۵۰ تنو ته په مستقیمه او شاوخوا ۲۰۰۰ تنو ته په غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده. د دغې فابریکې د جوړولو چارې په ۲۰۱۶ کال کې د مرحوم حاجي امان الله امین له خوا پیل شوې وې او له څو کلونو وروسته پرون د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادو دوو( د درملو د تولید کارخونې او پاشدان بند د پاتې چارو پرانیستې) په پار هرات ولایت ته سفر کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *