سرمقالې

امانت ساتنه او مالي شفافيت د هېواد بسياينې ضمانت کولی شي!

که د افغانستان تېرو شلو مياشتو حکومتوالۍ ته ښه په غورو وکتل شي، نو هر دوست او دښمن ته په ډاګه معلومېدای شي،چې اسلامي امارت له خورا سختو ورځو بريالی راووت. ځکه د کابل لاسپوڅې ادارې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم په ډېر ناڅاپي ډول سقوط وکړ، سقوط هم داسې چې زياترو لويانو خپل وس سره سم جيبونه ډکول او الوتکو ته يې ځان رساوه، تردې چې د ډېرو ملکي ادارو د تدارکاتي قرارداديانو په کروړونو پيسې هم پريادو ادارو قرض پاتې وي، غربي ميډيا هم په خورا زورو شور افغانستان کې د اقتصادي سقوط او له لوږې، ناروغۍ، خوار ځواکۍ او بې روزګارۍ د ميليونو وګړو د مرګ ساندې ويلې، وارخطايي او پرېشاني يې خپروله او ټول افغان ولس ته يې اروايي زهر ورکول، خو د څښتن تعالی په غيبي مرسته د تېرو شلو کلونو په شان دا ځل هم د ملت مخلص او رښتيني خادمان يو ځل بيا هم بريالي شول. په دغه خطرناکه مرحله کې د برياليتوب اصلي عامل همدغه امانت ساتنه، اخلاص او مالي برخه کې د پوره شفافيت خيال ساتل و، په ياده موده کې نړۍ او ګردو افغانانو وليدل چې له يوې خوا د امارت مسؤلينو په ناڅاپي توګه د مختلفو چارو واګې په لاس کې واخيستې، په داسې حال کې چې بيت المال کې يوه افغانۍ هم نه وه، ځکه هلته خو هر څه له بهرني جيبه پالل کېدل، ګمرکونه د زورواکو او معدنونه د بدماشانو په لاس کې وو، د لکونو ملکيمامورينو د څو مياشتو معاشونه هم د حکومت پرذمه پاتې او بل لورته لکونه مجاهدين وو چې که نور څه نه، د اعاشې او پوښاک غم خوړل خويې حتمي و، خو دا چې مسؤلينو کې اخلاص او تقوا وه، په خورا لږه موده کې يې د ګمرکونو او معادنو ګټه وټه په شفاف ډول تنظيم کړه، نظام او هېوادوال يې له سختو ننګونو بريالي وژغورل او نړۍ ته يې هم د لمر غوندې واضحه کړه چې که سترګې لرئ نو راشئ زموږ وضعيت اوس ښه په غورو وګورئ. زموږ مطلب دا دی چې که په مالي برخه کې همداسې شفافيت مراعات شي، امانتونو کې د خيانت او درغلۍ مخه ونيول شي او سرکاري لګښتونو کې له اسراف او بې ځايه مصارفو ډډه وشي، نو هېڅ شک نشته چې دغه تګلاره د هېواد لپاره د بسياينې ضمانت کولی او هېوادوال سوکالۍ ته رسولی شي، ځکه تېرو څه کم دوو کلونو کې زموږ د برياليتوب اصلي عامل همدغه شفافيت و،چې کاملاً په ثبوت رسېدلی واقعيت دی- بناءً اوس هم د ټولو وړو او لويانو مسؤلينو ايماني او ملي ذمه واري ده، چې له بيت المال او ټولو سرکاري وسايلو سره انتهايي ډېر احتياط وکړي او هېڅکله د نفسي هوسونو پالنې ته زړه ښه نه کړي، ځکه يو خو په دغو مواردو کې د الله تعالی ګورئ زموږ استادان، امامان، خطيبان او ديني پېشوايان له امانت او بيت المال سره څه ډول چلند کوي؟ که اخلاص او پرهېزګاري يې ورته ثابته شوه، همېشه به يې ترڅنګ ولاړ وي او که خيانتونه يې وليدل، خدای دې نه کړي له خپل دين به هم بېزار، د کفارو متابعت ته چمتو او آن د راتلونکي نسل آخرت به هم برباد شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *