شعرونه
امت دې پوروړی دی اقصی بلا دې واخلم!
امت دې پوروړی دی اقصی بلا دې واخلم
دا ولې دې څوک نه اوري ژړا بلا دې واخلم
وحشت دې د نړۍ د بشر خورو کافرانو
ستا غېږ وي هره ورځ يوه کربلا بلا دې واخلم
غږونه دې د وامعتصما له منارو نه
تر موږ پورې راځي سهار بېګا بلا دې واخلم
ښه ډېر دي مسلمان خو بس د مرګ په خوب ويده دي
ترې ډکه ده څلور کونجه دنيا بلا دې واخلم
موږ وبښه چې نه لرو شرنګا د سپينو تورو
آسونه هم ويده دي د غزا بلا دې واخلم
يوازې شوې يو بل صلاح الدين لکه چې نشته
چې مرستې ته دې راشي يو ځل بيا بلا دې واخلم
که خدای کړه د ذاکر وطن به ننګ درباندې وکړي
دا کار دی د طالب او د ملا بلا دې واخلم
مولوي محمد هاشم ذاکر