سرمقالې

اوس د ټول مسلمان امت هیلې یوازې افغانانو پورې تړلې دي

دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې افغانانو د تېرې یوې پېړۍ په موده کې پر خپل قادر خدای جل جلاله د بشپړ ایمان او پخې عقیدې په برکت د نړۍ دریو لومړۍ درجه ځواکمنو امپراتوریو د تجاوز په مقابل کې بې سارې قرباني ورکړه، د پردیو له اشغاله یې ځان خلاص او خپلواکي یې وګټله- همدا وجه ده چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر با احساسه مؤمن- فرد او جماعت – د امید سترګې د افغانستان د اسلامی امارت پرلور اوښتې دي- موږ ته ښایي له تاریخه لازم درسونه واخلو، مثلاً دهمدې پېړۍ په سرکې د زیاترو مسلمانو ملتونو هیلې امیر امان الله خان پورې ځکه غوټه وي چې هغه مهال اسلامي نړۍ کې ترهر چاړو مبی افغانانو دهمده په قیادت له انګریزي امپراتورۍ خپلواکي واخیسته، چې له بده مرغه دځینو وجوهاتو له کبله بیاهم هغه څه ترلاسه نه شول کوم چې مسلمانانو یې توقع لرله- دویم ځل بیا همدغه افغان ملت د انتهایی سترو قربانیو په بیه د شوروي اشغال دفع کړ او د هغه وخت د مجاهدینو مشرانو په ګرده اسلامی نړۍ کې خورا ښه نوم او شهرت وګاټه او زموږ هېواد بیاد ټولو مؤمنانو لپاره د ډاډګېرنې یو مرکز وګرځېد، چې په خورا افسوس د مشرانو د خپل منځي رقابتونو له امله د افغانانو ګرد سره ګټلي افتخارات سراسر په خوارۍ او ذلت بدل شول- اوس چې د پېړۍ وروستی برخه ده، څښتن تعالی همدې باتور ملت ته په دریم ځل د زمانې له یو بل ستر ځواکمن لښکرنه دخلاصون او خپلواکۍ موقع ورکړه، اوله همدې سره یوځل بیا د امت د انحطاط او خوارۍ همدې ناوړه مرحله کې دټولو دردمنو مسلمانانو سترګې د افغانانو په لور را واوښتې، جذبې یې راوپار يدلې او موږ سره یې د خواخوږۍ او اسلامی ورور ګلوۍ احساسات را تازه شول- همدا هغه څه دي چې دګرد افغان ولس مسؤلیت او مکلفیت څو برابره لازیاتوي- خو څرنګه چې داوخت د دې هېواد او ملت قیادت د اسلامی امارت د مشرانو پرغاړه دی نوښکاره ده چې تر ټولو دروند پېټی د همدوی پراوږ وبار دی- په دې حساب اوس دوی مکلف دي چې سر بېره پر خپلو ديندارو هېوادوالو، د پاتې نور امت هیلې هم ضایع نه بلکې هڅه وکړي چې د هغوی لاډېر باور، مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي- البته مشران به حتماً متوجه وي چې ان له خیرالقرون راهیسې ددې امت دعلماؤ امامانو او ځېړونکو ترمنځ د مذاهبو، مسالکو او بېلابېلو تعبیرونو ځانګړي مفاهیم خامخا شتون لري- له بلې خوا زموږ تاریخ پردې واقعیت هم ګواه دی چې د امت ګردونامتو امامانو له څینو فرعی مختلفو باورنو سره سره د اسلامی اخوت پر تحکیم خورا زیات ټینګار کړی- په دې مانا چې فرعی مسایلو کې د جلاجلا نظریاتو اختلاف باید هیڅکله دامت ورورګلوي ته کوم زیان ونه رسوي- په دې اساس دلته زموږ مطلب دادی چې دامهال افغان قیادت باید خامخا دغه ټول موارد په جدي ډول په نظر کې ونیسي، دامت د توحید اساسات او درښتینو مبارزو مؤمنانو ارمانونو ته لومړیتوب ورکړي او هیڅکله دغه شان لوړ ارمانونه د څو افرادو له هغو ځاني سلیقو ځار نه کړي چې عموماً د خپل طبیعت له مخې ځینی کلتوري او سلیقوي مسایل هم پر ایمانیاتو ورګډ وي- ځکه په دې کې هیڅ شک نشته چې دا ډول تګلاره خپلول نه یوازې داچې په کور دننه پرېمانه ستونزې جوړوي، د ټول امت اسلامپالو کې هم د افغان قیادت اعتبار ته ناوړه صدمه رسوي- په داسې حال کې چې اوس په هر صورت د امت په لرو برو پرګنو کې ترډېره حده یوڅه ملګرتیا او خواخوږي ترلاسه شوې هم ده- بناپر دې ښه خبره دا ده چې مشران د دغسې موضوعاتو په اړه لومړي ګام کې له ځینو مشرانو علماؤ استادانو او اسلامپالو څېړونکو سره لږ تر لږه یوه مشوره خو وکړي- ترڅو په نتیجه کې د هغوی له کره سپارښتنو یوه معقوله او مناسبه تګلاره وټاکله شي- په دې توګه به اسلامی امارت وکولی شي د اسلامی نړۍ زیاترو هېوادونو کې یو شمېر افراد او تنظیمونه د ځان ملګري او دهغوی په واسطه له حکومتونو سره اړیکې ورغوي- ښایي له دې لارې موږان د لویدیځوالو د باو هم راکم کړی شو او هغوی و ګوري چې افغانان څه نا څه نور ملګري هم لري- مطلب له یوې خوابه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د یو شمېر با احساسه مؤمنانو هیلې نه وي ضایع شوې اوله بلې خوا به مو د اغیارو پروړاندې له دغه نرم ځواکه یوڅه استفاده کړې وي- نوراځئ په همدې لاره پرمخ ولاړ شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button