افغانستان

اوچا؛ سېلابونو تېره میاشت افغانستان کې لس زره جریبه ځمکه زیانمنه کړې ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې یوازې په تېره میلادي میاشت کې افغانستان کې سېلابونو لس زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

د اوچا ریلییف ویب خپرونې پرون دوشنبه په یوه راپور کې ویلي، د تېرې میاشتې اورښتونه او سېلابونه په تېرو ۴۰ کلونو کې له دریو سختو هغو څخه دي چې ډېر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

ویل کیږي چې دغه زیانمنې شوې کرنیزې ځمکې یې ډېری د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې پرتې دي. پر کرنیزو ځمکو سربېره وروستیو سېلابونو د زرګونو کورونو په ګډون زرګونه څاروي هم وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button