افغانستان

ایران ته د متقي سفر له لاسته راوړنو ډک و

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبيرد بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره، چې تازه د ایران له سفر څخه بېرته هېواد ته راستون شوی وکتل. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ایران ته د خپل سفر په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هراړخيز مالومات ورکړل او خپل دغه سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله. متقي زياته کړه، چې ایران ته د سفر په لړ کې یې د هغه هېواد له یو شمېر چارواکو سربېره په تهران او مشهد کې له افغان دیپلوماتانو او مېشتو افغانانو سره هم کتنې درلودې. نوموړي همدارنګه وویل چې له ایراني چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې پراختیا خبرې کړې
دي. په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست څخه په مننې وویل چې اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ایران سره ښې اړیکي لري او غواړي په راتلونکي کې دا اړیکي نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *