افغانستان

ایټاليا په افغانستان کې د پروژو عملي کولو ته لېوالتيا ښودلې

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ناوخته د افغانستان لپاره د ایټالیا له سفیرې ناتالیا کوینتاویل سره په داسې حال کې، چې د افغانستان لپاره د یاد هېواد ځانګړي استازي ګاینفرنکو هم شتون درلود وکتل.ناتالیا کوینتاویل په دغه کتنه کې په افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت او د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو، چې دغه هېواد ته د سفر پر مهال یې یادې لاسته راوړنې لېدلي، خوښي څرګنده کړه.هغې له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو دوام ته په اشارې وویل چې ایټالیا په افغانستان کې ۵مخ
د پروژو د عملي کولو غوښتونکې ده او د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې او دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته چمتو ده.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیرې ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د ایټالیا د همکاریو قدرداني وکړه.د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ د اروپایي او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د نېکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی او په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي.هغه څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت، د نشه یي توکو او اداري فساد له منځه وړل د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي امارت به هېڅ شخص یا ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *