۲۱ـ له بدو او خبیثو حیواناتو سره د بدلمنو انسانانو مشابهت راځي .
۲۲- د هغو په ژوند کې تنګي راځي .
۲۳- د بدلمنو انسانانو د مختورۍ او رسوایۍ لامل جوړېږي .
۲۴- بدلمني انسان له نېکو اعمالو ایساروي .
۲۵- بدلمني د انسان د ژوند برکت ختموي .
۲۶- بدلمنې د انسان د زړه هوډ او عزم ختموي .
۲۷- بدلمني انسانان له ګناهونو سره رودي کوي .
۲۸- د بدلمني د انسان د تباهۍ سبب جوړېږي .
۲۹- هغو ته نور ګناهونه واړه ښکاري.
۳۰- بدلمني انسان د دنیا او اخرت له ګټو محروموي.
۳۱- د دوی عقل او عزت له منځه وړي.
۳۲- بدلمني انسان د لعنت وړ ګرځي .
۳۳- نوموړي انسانان د رسول الله ص له دعا محرومېږي .
۳۴- د هغوی د جهنمي کېدو سبب کېږي، لکه د معراج په حدیث کې چې ورته اشاره شوې، چې بدلمني د اور په تنور کې سوځول کېږي .
۳۵- دا ناوړه خوی د انسان غیرت له منځه وړي .
۳۶- دا پلیت عادت د الله ج عزت او وقار د انسان له زړه وباسي .
۳۷- دا کار انسان د الله ج له یادولو او ذکره غافله کوي. ( دې خلکو الله ج د ګناه له امله هیر کړی الله ج به دوی هم هیر کړي) .
۳۸- داعمل انسان د اخلاص او احسان له دایرې خارجوي .
۳۹- د هغو د غمونو او خپګان لامل جوړېږي .
۴۰- بدلمني انسان د الله ج له نعمتونو څخه محروموي .