افغانستانمرکې

په ښوونځيو کې د پاک او خوندي چاپېريال برابرولو پروګرام پيل شوی

د يونيسف او نورو صحي مرستندويو ټولنو همکاري د پوهنې له وزارت سره د تېر نظام په پرتله ښه شوې ده. په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره همغږي راغلې او زده کوونکي هم د روغتيايي توصيو او خدمتونو څخه برخمن کېږي.په ډېرو ښوونځيو کې د صحي اوبو مخزنونه او معياري تشنابونه جوړشوي دي، سربېره پر دې زده کوونکو ته د ناروغيو د مخنيوي لپاره د درمل وېشلو او وقايې پروګرام هم تر لاس لاندې نيول شوی دی.په دې اړه د شریعت ورځپاڼې خبريال د پوهنې وزارت د روغتيايي او خوندي چاپېريال د چارو له کارپوه سره مرکه کړې،چې خپرېږي.پوښتنه: د ښوونځيو زده کوونکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو بهير څنګه پرمخ درومي؟
ځواب: په ښوونځيو کې زده کوونکو ته د پاک او خوندي چاپېريال برابرولو پروګرام پيل شوی دی. د ښوونځيو د روغتيا ديپارتمنټ،چې د پوهنې وزارت د صحي او ثانوي خدماتو تر چتر لاندې فعاليت لري،په ټوله کې د ښوونځيو زده کوونکو د روغتيا او سلامتيا د خوندي کولو لپاره،چې څنګه د ناروغيو پر وړاندې وقايه شي هلې ځلې کوي.په دې پروګرام کې پاکې صحي اوبه،پاک او خوندي چاپېريال شامل دي. زده کوونکي بايد په يوه پاکه او ښه فضاکې درس ووايي.هغه څېزونه،چې د ناروغيو د لېږدولو لامل ګرځي بايد مخنيوی يې وشي.
کوم روغتيايي پروګرامونه،چې اوس ترلاس لاندې لرو کار پرې کوو. پروګرام په دوو برخو وېشل شوی،چې يوه برخه ودانيزه ده،چې د تعميراتو او د حفظ مراقبت د رياست له خوا پرمخ بېول کېږي. سربېره پردې نرم افزار دی،چې څنګه له يادو جوړو شويو تعميرنو ګټه واخلو. په همدې ترتيب په ولايتونو کې هم روغتيايي پرګرام لرو. اوس په کابل کې ۲۳ ښوونځيو کې زموږ روغتيايي پروګرام پرمخ روان دی او زده کوونکو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي. لکه : معياري صحي تشنابونه ، په صابون د لاسونو مينځل او په نلونو کې د څښاک د صحي اوبو شتون،سربېره پردې په ښوونځيو کې تر شپږم ټولګيو پورې نجونو زده کوونکو ته جلا اتاقونه د نظافت د ساتلو لپاره هم جوړ شوي دي. دا چې دغه روغتيايي اسانتياوې څنګه وساتل شي دغه پروګرام د ښوونځيو ښوونکو لپاره د ترننګ ورکولو بهير په بڼه د کابل په ۲۳باب ښوونځيو کې ترسره کېږي.د هرښوونځي درې درې ښوونکي ترننګ ويني او زده کوونکو ته انګېزه ورکول کېږي،چې پاک او ناولی چاپېريال وپېژني،په دې برخه کې زموږ تخنيکي همکاران له زده کوونکو سره په نيغه کار کوي او د ساتنې او څارنې کمېټې جوړوو،چې يوه يې د واش په نامه يادېږي او په هر ښوونځي کې شتون لري.
پوښتنه: د ښوونځيو لپاره د صحي اوبو او ذخيرو جوړولو پروګرام څنګه پر مخ درومي؟
ځواب:د واش پروګرام د روغتيا ساتنې ، پاکو اوبو او نظافت ساتل دي.دغه پروګرام د يونيسف ادارې له خوا رهبري کېږي.ځينې فعاليتونه په نيغه د يونيسف ادارې له خوا،چې نورې مرستندويه ټولنې هم ورسره ملګرتيا کوي پر مخ بېول کېږي.د دغه پروګرام چارې انجوګانو ته سپارل کېږي او بيا په ښوونځيو کې ودانيز او نرم افزار کارونه پلي کوي.لکه ترننګ ورکول، د زده کوونکو او صفاکارانو لپاره ورکشاپونو دايرول او همداسې د ښوونځيو لپاره چاپي بنرونه. د دې سربېره ډېرې نورې موسسې هم شتون لري،چې د واش پروګرام يعنې د پاکو اوبو او پاک چاپېريال خوندي کول پرمخ بيايي .
ده زياته کړه:د پوهنې وزارت د صحي او ثانوي ادارې له پروګرامونو مشري او څارنه کوي.د دغو فعاليتونو سربېره په ولايتونو کې د يونيسف ادارې له خوا ۱۵۰ ښوونځيو لپاره هم صحي پروګرام روان دی.
پوښتنه :د پخواني نظام په پرتله اوس له تاسې سره د يونيسف او اړوندو ادارو مرسته څنګه ده؟
ځواب:د يونيسف په فعاليتونو کې کمښت نه دی راغلی، بلکې په کې لوړوالی راغلی او د پخوا په پرتله ښه شوی دی. دغه پروګرام اوس د پوهنې وزارت له خوا مديريت کېږي. هغه انجوګانې ،چې فعاليت ترسره کوي هغه هم د پوهنې وزارت د اړوندو مديريتونو له خوا اداره کېږي.
پوښتنه: څرنګه،چې په ځينو ښوونځيو کې زده کوونکي د څښاک اوبو څخه په پخواني حالت ګټه پورته کوي. د دې لپاره چې زده کوونکي ناروغ نه شي ستاسې د درمل وېشلو پروګرام څنګه دی؟
ځواب:ټول هغه روغتيايي او صحي پروګرامونه،چې د ښوونځيو زده کوونکو ته برابرېږي خاص د دې لپاره دي،چې موږ د عامې روغتيا له وزارت سره همکار يو. د عامې روغتيا وزارت په يوازيتوب سره نه شي کولی،چې د ټولو روغتونونو د ناروغيو مخنيوی وکړي؛ځکه زموږ هېواد نوی له جګړې خلاص شوی دی. خلک ډېر په درملنه او تداوي تکيه لري. دغه پړاو زموږ له نظره ناسم دی.موږ دا وايو،چې د ناروغۍ له اخته کېدو وړاندې يې بايد مخنيوی وشي.له همدې امله،د پوهنې وزارت هڅه او هاند کوي،چې د ناروغيو له خپرېدو څخه په ښوونځيو کې مخنيوی وکړي او زده کوونکي هېڅکله پر نارغيو اخته نه شي او هم په روغتونونو کې ورته اسانتياوې برابرې کړای شي. دا،چې د ښوونځي زده کوونکي ناروغېږي حتمي ده،چې غير حاضري وکړي،خو د زده کوونکو دغه غير له درسه د پاتې کېدو په معنی ده، په داسې يوه حالت کې زده کوونکی ښې نمرې نه شي ترلاسه کولی.موږ هرکال د ښوونځيو زده کوونکو ته له لومړي ټولګي تر دوولسم ټولګي پورې د چينجي ضد درمل وېشو.د روان لمريز کال لپاره هم موږ غواړو دغه پروګرام په ښوونځيو کې پلی شي. د پوهنې وزارت پلان لري،چې زده کوونکو باندې درمل وېشل کېږي ډېر شمېر ښوونکي به ترننګ وويني،چې وپوهېږي چينجي څرنګه منځ ته راځي او څرنګه وجود ته ننوزي او په تېره بيا پر ماشومانو او پر ذکاوت باندې يې څه اغېزه لري؟
پوښتنه:د پوهنې او عامې روغتيا وزارتونو ترمنځ همکاري او همغږي څنګه ده؟
ځواب:له ناروغيو څخه د مخنيوي لپاره چې کوم فعاليتونه، پوهنې وزارت د روغتيا ديپارتمنټ ترسره کوي د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ له مخې ترسره کېږي.موږ هېڅ روغتيايی پروګرام د عامې روغتيا وزارت له مشورې پرته نه ترسره کوو.موږ د عامې روغتيا وزارت له ګټورو مشورو څخه تل ګټه پورته کوو. ((نوري))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button