دینې لیکنې

بریا د راشدینو خلفاؤ په څار کې ده

عین الله عابد
د خلفاؤو د رشد او بریاوو راز همدا وو چې للّهیت او خلوص یې تر ټولو لوی هدف وو، قرآن او نبوي سنت یې تګلاره وه او تل یې خپلمنځي شخړې او قوم پالنې یې تر پښو لاندې کړې وې همدا وه چې د کسرا، فارس او روم امپراطورۍ یې دړې وړې کړې او بیا یې د قیام وخت ور نه کړ تر کومه چې پاتې امت د خلفاؤو پر مسیر روان وو همدا د فتوحاتو لړۍ جاري وه.
وروسته چې امت د قومیت او ځانځانۍ په مهلکه ناروغۍ اخته شو او دا یې هېره کړه چې د تېرو خلفاؤو رضی الله عنهم بر سنتو عمل او د هغوی د سوبو لړۍ باید پرمختګ وکړي او مفتوحه سیمې د قرآني قانون نفاذ نه برخمنې شي.
نو د خپلو شخصي اغراضو په لټه کې شول اسلام ته یې شا کړه، قومیت او مطلق العنان د یهودو او نصاراوو په څېره حکومت یې پیل کړ هر خلیفه به په خپل ژوند کې له ځان وروسته د زامنو لپاره ولیعهدي اخیستله او هغه سنت چې راشده خلفاؤو د خلیفه په ټاکلو کې غوره کړې وو پرېښودل،
د شخصي ګتو په پار یې د مسلمانانو د وینو سېلابونه په ناحق ډول ښه په زړورتوب او بې درېغۍ سره روان کړل.
همدا لامل وو چې امت د زوال په لور خوځښت وکړ او ویښتیا یې په خوب و بایلله.
هغه کفار چې موقع، وخت او تشه یې لټوله او تر ډېره همدې ته انتظار وو، هغوی د موقع نه په ګټه اخیستلو قیام وکړ او پر اسلامي نړۍ یې د یرغلونو لړۍ پیل کړه، او په دې لړۍ کې خپلو شومو موخو ته ښه په ډاډمنتیا سره ځانونه و رسول.
د وخت په تېرېدو اسلامي نړۍ چې پخوا د اسلام له انعاماتو او رڼاوو برخمنې وې بې برخې او د رڼاوو ډېوې یې مړې
شوې .
همدا امت د راشده خلفاؤو په وخت کې په همدې نړۍ راج کوه خو نن د نړۍ په کچه خوار او کمزوری پېژندل شوی .
لامل دادی چې موږ د خلفاؤو په څار کې وروسته والی وکړ، مادیات مو پر معنویاتو غوره کړل، ژب پالنې او قوم پالنې مو په زړونو کې رشد وکړ، کوم یووالی، او ایثار مو چې پخوا خپل منځ کې لره له لاسه مو ورکړ.
نو اوسنی اسلامي نظام د قرآن، سنتو او د راشده خلفاؤو تګلاره که همداسې ټینګه کړي نو لرې نه ده چې اسلامي نړۍ به یو ځل بیا د راشده خلافت په څېر په کفري نړۍ حاکمه، له سوبو څخه به برخمنه شي او مسلمان سپاهیان به د خپلو اسونو پر سومانو کفري نړۍ دل کړي او یو ځل بیا د خالد بن ولید هیبتي چیغه د کفارو تر غوږونو په ترهیدلي او زړه چوونکې حال کې و رسي او همدا ډول یو ځل بیا به د اسلام په شاهسوارانو کې لکه خالد، ضرار بن الازور،ابو عبیده بن جراح،محمد بن قاسم، طارق بن زیاد، قتیبه بن مسلم باهلي، صلاح الدین ایوبي، نورالدین زنګي، د قفقاز زمری محمد احمد مهدي او قائد حضرت ثالث عمر. رحمهم الله /رضی الله عنهم په څېر ووسي چې مسلمان سپاهیان به د غرب تر کلیساوو رهي او دغه د کفر ځالې به نسکورې کړي، د شیطان لښکرې به د خپلو تورو نه تېر او د وینو په سېلابونو به یې بحرونه سره کړي.
لنډه دا چې بریا د راشده خلفاؤو په څار کې ده په دې اړه ډېر احادیث او آثار شته چې د لیکنې حجم اوږدوالي له امله مې نقل نه کړل .
[صحابه رضوان الله علیهم اجمعین ستوري دي له دوی رضوان الله علیهم اجمعین هر څوګ مو چې مقتدا و ټاکه نو تاسي به هدایت موندلی وي! ].

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *