افغانستان

ترکمنستان کې د ټاپي نل لیکې چارې بشپړشوې

د ټاپي پروژې اجراییوی مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل‌لیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی. د ټاپي پروژې اجراییوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته ویلي، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی. امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نل‌لیکې غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *