نړۍ

ترکیې له اسرائیلو سره هر ډول  سوداګري لغوه کړه

ترکیې له اسرائیلو سره پر غزې د ړندو بمباریو او نسل وژنې په تړاو هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه وتړله. د ترکیې چارواکي وايي، دا اقدام یې په غزه تړانګه کې د ‹›بشري ناورین له ناوړه کېدو›› وروسته کړی.

د ترکیې سوداګرۍ وزارت وايي، تر څو چې اسرائیل غزې ته ‹›له ځنډ پرته د کافي مرستو›› رسېدلو ته اجازه ورنه کړي او هلته ټول وژنه ونه دروي نو دوی به خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي. د یادونې ده، چې تېر کال د ترکیې او اسرائیلو تر منځ د سوداګرۍ کچه ۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر بیا برعکس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو دکتاتور ولسمشر یادوي. اسرائیلو د اردوغان دغې پرېکړې ته په ځواب کې ویلي چې نوموړی دی د ترکانو او ترک سوداګرو ګټې له پامه نه غورځوي.

ترکي چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، د ‹›هر ډول تولیداتو›› سوداګري یې لغوه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي.

یاده دې شي چې په ۱۹۴۹ کال کې ترکیه لومړنی اسلامي هېواد و، چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژاندل، خو په وروسته یې ورسره اړیکې خړې پړې شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *