افغانستان

تېرکال تر ۱۰۰ زرو زیاتو بهرنيو او کورنيو ګرځندویانو له بامیانو لیدنه کړې

‏اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې یوازې بامیانو ته تر ۱۰۰ زرو زیات کسان په تېر ۱۴۰۲ کال کې ورغلي دي. ویل کیږي دغو ګرځندویانو د بامیانو له تاریخي او طبیعي ځایونو لیدنه کړې ده. اطلاعاتو او کلتور وزارت د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي صفي الله رائد له قوله لیکلي چې ددغو سیلانیانو له ډلې ۱۵۰۰ تنه بهرنيان دي.
مولوي رائد وویل چې ګرځندویانو ته به لا ډېرې اسانتیاوې چمتو کوي او بندامیر کې به مجلل هوټلونه جوړ کړي. ددې ترڅنګ د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د بند امیر د سړک جوړونې کارونه یې هم پيل کړي دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت په بیاواکمنېدو سره هیواد ته ګڼ بهرني سیلانیان رامات شوي چې ستر سبب یې سرتاسري امنیت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button