افغانستان

تېر کال نږدې یو میلیارد او ۸۱۱ میلیونه ډالره سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې افغانستان په تېر مالي کال کې د یو میلیارد ۸۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي.
د یاد وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد باختر اژانس ته ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د یو میلیاد او ۸۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې دا د تېر ۱۴۰۱ مالي کال په نسبت شپږ سلنه کموالی ښیي.
د ښاغلي جواد په قول چې د صادراتو د سږنۍ کچې د کموالي یوه عمده وجه ګاونډیو هیوادونو ته د ډبرو سکرو نه … 3مخ

صادرول دي.
هغه زیاته کړه چې د هېواد د صادراتو زیاته برخه کرنیز محصولات (پومبه، وچ انځر، ممیز، هینګ او د هینګ تخم، پیاز، انګور، مڼه، زعفران، انار او روميان) دي چې پاکستان، هندوستان، عربي متحدو اماراتو، قزاقستان، چین، ایران، ترکیې، ازبیکستان، تاجکستان او امریکا ته ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ۱۴۰۱ مالي کال کې د شاوخوا دوه ميليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې ډېره برخه یې پاکستان، چین، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او عربي متحدو اماراتو ته ترسره شوي وو.
په دغو صادراتي کرنیزو توکو کې د ډبرو سکاره، لاسي صنايع او همدا رنګه وچې او تازه میوې شاملې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *