سرمقالې

حکومت او رسنۍ

ښکاره ده چې نن زمانه کې د تبلیغاتو اوهرډول رسنیو له ارزښت او اغېزنه هیڅوک هم انکار نه شي کولی. ځکه خبرې،بیان او سپارښتنې خامخا پرانساني احساساتو څه اثراچوي.
تردې چې اوسني عصر کې خو درسنیو کارول دخورا سترو جګړو اومقابلو په معنا هم دي لکه چې موږ همدې لنډه موده کې پرخپلو ځينو ځوانانو دلويديځ والو دشیطاني رسنيو ژور اغېزنښې نښانې په ډاګه وینو.همدا وجه ده چې موږ هم مجبور یو ترخپله وسه به د خپلو خلکو د اصلاح اود پرديو دسیسو اودرواغجن پروپاګند شنډولو لپاره حتماً له هرډول رسنیو کاراخلو.البته زموږ دهېواد پرزیاتو رسنیو تېرو شلوکلونوکې ددښمن له خوا زښته ډېرکارشوی.په دې ډول چې ځینې خو آن له سره دپرديو له خوا تاسیس شوې، تمویل شوې اودپرديو ارزښتونو اوکلتورلپاره يې ډېرې هڅې هم کړې دي. ځينې بیا کاملاً تجارتي موخې لري، معنا یوازنۍ موخه یې دپیسو ګټل دي.همدارنګه ځينې داسې ورځپاڼې هم لرو چې ترپېړۍ زیاته مخینه لري او داعموماًهغه دي چې لګښتونه یې همېشه دحکومتونو له خوا ورکړل شوي اوله همدې امله یې محتوا هم ترډېره دآمرینو اوچارواکو خبرې، دعوې اولاپې شاپې وي.حال دا چې په حقیقت کې له پخوا راهیسې همدغو سرکاري رسنيو ته هم یوه ډېره مناسبه لایحه جوړه شوې وه اوهغه داسې چې مثلاً سرکاري راډيوګانې اوورځپانې به پنځوس سلنه آزادي لري، یعني سم په نیمایي به د حکومت خبرونه ، دعوې اوپیغامونه خپروي او نیمايي نوره برخه کې به د رعیت اوعام ولس غوښتنې ،ګیلې ،نیوکې اومشورې خپريږي. دا ډول تګلاره ځکه غوره اومناسب ګڼل شوې چې له یوې خوا به د همدغو رسنیو پرمټ د حکومت کړنې، برنامې اوپیغامونه ترعوامو ورسيږي اوله بلې خوا به د خلکو پرآواز ، شکایتونو اورغنده نیوکو اومشورو چارواکي په ښه ډول خبرشي په یاده تګلاره کې نه حکومت دا حق لري چې یوملي تبلیغاتي چینل په بشپړه توګه دځاني غرضونو اوځان ستایلو لپاره وکاروي ځکه د رسنۍ لګښت یې له بیت الماله دی چې د ټول ملت حق پکې دی اونه دعواموله منځه کوم کس ته دامناسب ده چې یاده رسنۍ د شخصي غرض اود ملت لپاره مضرو تبلیغاتو لپاره استعمال کړي. په هرصورت چارواکوته په کارده چې هم دسرکاري رسنیو لپاره دهمدې ډګر هوښیاراو تجربه کارو اشخاصو په مشوره سم قانون ترتیب کړي اوهم د خصوص رسنيو لپاره داسې لایحه چې دافغانانو ټول دیني اوملي ارزښتونه پکې مراعات شوي وي. اوس چې د څښتن تعالی په فضل افغانان د پرديو له ځغ نه آزاد اودخپل ملي حاکمیت خاوندان شوي دي، بویه چې اسلامي امارت دغه مهم ډګرته کامله توجه وکړي.د بېلګې په توګه داسې خبریالان وروزي چې ټولو افغاني ارزښتونو ته ژمن وي اودغه رازملي اوخصوصي ګردو رسنیوته یوه داسې لایحه اوتګلاره وښيي چې په واقعي ډول ددې کړېدلي ملت آواز،آرمان اوهنداره وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button