مقالی اوتبصرې

داعش؛ د مسلمانانو بدنامولو له‌پاره د غربي استعمار پروژه دریمه برخه

څرنګه چې په لومړۍ او دويمه برخه کې داعش فتنې د راټوکيدو او په عراق او افغانستان کې يې پر فعاليتونو او له دغې فتنه‌گرې ډلې څخه د غرب د ملاتړ په اړه معلومات وړاندې شول، په دې برخه کې به له دغې فتنه‌ګرې ډلې څخه د کابل پخوانۍ ادارې او سيمه‌ييزو مليشو د ملاتړ بېلګې وړاندې شي:
له داعش څخه د کابل پخوانۍ ادارې ملاتړ:
که څه هم د ۲۰۱۴ کال په لومړيو کې ځينو استخباراتي شبکو او رسنيو په افغانستان کې د داعش ډلې فعاليت په اړه راپورونه ورکول همدارنګه د دغه کال په ډسمبر کې د کابل ادارې پخواني مشر حامد کرزي په قبايلو سيمو ( تیرا، اورکزیو ایجنسۍ او مومندو) او ډيورند پر کرښه د داعش د تحرکاتو په اړه راپور ورکړ. خو کله چې د هغه ځايناستي محمد اشرف غني ته په لومړۍ امنيتي غونډه کې د داعش ډلې د تحرکاتو په اړه راپور ورکړل شو، هغه دغه اسناد ناکافي وبلل او د لازياتو کره شواهدو غوښتنه يې وکړه. د کابل ادارې د سرحدونو او قبايلو وزارت يو پخواني چارواکي يوځل په دې اړه راته وويل چې څو ځله يې د ملي امنيت شورا پخواني رئيس حنيف اتمر په آدرس د مکتوبونو په استولو سره د پکتيا په سپینه شګه سيمه کې د ۳۰۰ مخ‌پټو بهرنيو جنګيالو د شتون په اړه خبر ورکړ. خو ښاغلي اتمر د دغو مکتوبونو له ترلاسه کولو وروسته هغه ور وغوښت او ورته څرګنده يې کړه چې په دې اړه چوپه خوله پاتې شي ځکه هغه د دوی دښمنان نه بلکې دوستان دي او دنده يې هم د دوی له دښمنانو سره مقابله ده او وبس.همدارنګه د ۲۰۱۷ کال په نومبر مياشت کې د ننګرهار ولايت اوسېدونکو او د ولايتي شورا غړو له داعشانو سره د کابل ادارې له مرستو شکايت وکړ چې ګواکي د اسلامي امارت ځواکونو پر وړاندې د داعشيانو پرمختګ ته زمينه برابروي. د جګړو له کبله د خوږياڼیو ولسوالۍ د وزيرو سيمې څخه چمتلې ته کډه شوي يو تن کډوال نصيراحمد کابل ټکی کام ته وويل، چې طالبانو د داعش جګړه مارانو پر ضد عمليات پيل کړل، ډېر پرمختګ يې وکړ او د وزيرو زياته سيمه يې ونيوله، خو په وينا يې دولتي ځواکونه او جنګي الوتکې راغلې او په طالبانو يې بريدونه پيل کړل.همدارنګه کله چې داعشيانو دلته د ملکي خلکو پر ضد جګړه پيل کړه او ډېر خلک يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړل، د کابل ادارې ځواکونو يې ننداره کوله او بس.
هغه د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس احمدعلي ، اريانا نيوز ته وويل چې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ د جګړو پر مهال يواځې په طالبانو هوايي بریدونه کېږي.
تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير هم ورته څرګندونې کړې وې او داعش يې د حکومت، امريکا او پاکستان ګډه پروژه بللې وه چې په وينا يې په دې اړه کره اسناد هم لري.
د استخباراتي راپورونو پر بنسټ کابل ادارې هم د ۲۰۱۵ ز کال په لومړۍ نیمايي کې د ملا بهادر په نوم ډله د داعش له بهرنيو جنګياليو سره ملګرې کړه او د دې ډلې ته يې زمينه برابره کړه څو د ننګرهار د شینوارو په اچین، نازیان، هسکه مېنه، سپین غر او دٌر بابا ولسوالیو کې خپلې ریښې وغځوي او هغه مهال به چې د اسلامي امارت له مجاهدينو سره په جګړه واوښتل نو د کابل ادارې او بهرنيو ځواکونو به يې د هوا له لارې ملاتړ کاوه.
د داعش بل مهم هدف د افغانستان په شمال کې د پېښې ځای پيدا کول وو څو له هغه ځايه د امريکا په اشاره چېن او د منځنۍ آسيا هېوادونه وګواښي، دغه جنګيالي د بهرنیو ځواکونو او کابل ادارې په ملاتړ او لوژستیکي آسانتیاوو سره د هېواد شمال په ځانګړي توګه د جوزجان په قوشتېپې او درزاب ولسواليو کې ميشت شول، د اسلامي حزب يو سيمه‌ييز قومندان يوه ورځ په خصوصي مجلس کې د داعش جنګياليو په باره کې وويل: « موږ ته دنده سپارل شوې وه څو په دره‌صوف ولسوالۍ کې له ځايي مسوولانو سره په همغږۍ دغو جنګيالو ته د افغانستان د تابعيت تذکرې جوړې کړو خو دا چې دغه کار د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور له همغږۍ پرته ترسره کېده نو د هغه غوسه يې راوپاروله او خپلو جنګياليو ته يې زموږ د وژلو سپارښتنه کړې وه خو د خپلو سيمه‌ييزو همکارانو په مرسته په خوندي توګه له سيمې راووېستل شوو.» په شمال کې د داعش پخوانی قومندان قاري حکمت هم هغه مهال د خپل ساتونکي محمد آقا ازبیکستاني له‌خوا ووژل شو چې له اسلامي امارت سره جګړه يې جهاد بلله او د دوستم او عطاءمحمد نور له کسانو سره به يې شپه او ورځ ليده کاته کول او مرستې به يې ورڅخه ترلاسه کولې.
د ځینو راپورونو پر بنسټ د کابل ادارې کوماندو ځواکونو چورلکو داعش له‌پاره د شپې پر مهال امن او خوندي ځایونه برابرول او پرته له دې چې د داعش له کوم غبرګون سره مخ شي بېرته به یې الوتنه کوله.
همدارنګه د ۱۳۹۹ کال په زمري مياشت کې د اسلامي امارت ځواکونو له ۲۴ ورځو سختو جګړو وروسته د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې تر ټولو مهم مرکز په نيولو سره د هېواد په شمال کې د دغې ډلې لمن ور ټوله کړه. خو د جګړې په وروستیو شېبو کې د ملي امنیت او ځانګړو ځواکونو چورلکو او موټرو په شمال کې د دغې ډلې عمومي مسؤل حبیب الرحمن رهبر، د هغه د مرستیال مفتي نعمت او د ارتباطاتو مسوول داملا صبغت الله په ګډون نږدې ۱۵۸ داعشیان له سیمې وایستل او په دې توګه یې د داعش لوی مشران د اسلامي امارت له ځواکونو څخه وژغورل.
د سيمې د اوسيدونکو په خبره په دغو ۲۴ ورځنیو عملیاتو کې هم د بهرنیو ځواکونو الوتکو د ننګرهار، لغمان او کونړ په څېر، د داعش په ګټه د اسلامي امارت ځواکونه بمباردول .
په شمال کې د داعش بل مسوول مفتي نعمت الله قویم هم د جنرال دوستم پخوانی قومندان او نېږدې ملګری وو چې په څو عملياتو کې يې ورسره ګډون کړی وو چې انځورونه يې هم د بېلابېلو رسنيو له‌خوا خپاره شول.
د ۲۰۱۸میلادي کال د جون میاشتې په ۱۴ مه نېټه د احمد شاه مسعود ورور او د اشرف غني پخواني سلاکار احمد ضیاء مسعود په یوه خبري ناسته کې اعتراف وکړ چې د افغانستان په شمال کې د حکومت پر وړاندې د جمعیت او جنبش ډلو کسان هم جنګېږي چې په وينا يې دغه جګړه د بې عدالتۍ له امله پیل شوې ده.د ۱۳۹۹ لمریز کال د غوايي په اتلسمه نېټه د اسلامي امارت مجاهدينو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ تر ټولو ستراتيژيکه سیمه (کولیان) د جمعیت له جنګیالیو څخه و نیوله چې له امله يې د دادي قومندان ۵۴ تنه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.د مؤثقو او کره مالوماتو پر بنسټ؛ عطاء محمد نور د داعش له ډلې وغوښتل چې که د بلچراغ ستراتيژیکه سیمه (کولیان) له طالبانو څخه بېرته ونیسي نو ۱۰۰ لکه افغانۍ به ورکړي.د جمعیت او داعش تر منځ اړېکې ډېرې نژدې وې چې څو څو ځله د سرپل ولایت په مربوطاتو کې هم هغه وسلې او مهمات د اسلامي امارت له‌خوا کشف او ضبط شول چې د جمعیت له آدرسه داعش ته لېږل کېدل.

 ابوالياس جهادوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button