سرمقالې

دوحې تړون- د اټکلونو او پلانونو شنډونکی

له اوږدې جګړې وروسته آخر پای امریکایي یرغلګرو هم دا حقیقت درک کړ چې یقیناً افغانستان د امپراطوریو هدیره ده او باید چې له دې هېواد نه د وتلو لپاره یوه داسې لاره ومومي چې په نړیواله کچه یې د شرم اوپېغور کچه نسبتاً کمه وي- امریکا او اشرباڼي یې په دغه موده کې باوري شول چې دا هېواد قطعاً د هضمېدو وړ نه دی او کوم لګښتونه یې چې دلته کړي، هسې خړو اوبو وړي دي- هغوی له یوې خوا په دې وپوهېدل چې کابل کې د منتخب حکومت په نامه جوړه کړې اداره یې افغانانو ته هیڅ ارزښت نه لري او بل لورته هغه مقاومت چې د خپل تبلیغاتی ماشین په زور یې د ترهګړۍ ټاپه ورباندې وهلې، په حقیقت کې د ګرد افغان ولس د انساني، طبیعي، اخلاقی او عقیدوي حقونو د خوندیتوب او دفاع غږدی- څرنګه چې افغان مقاومت د وخت په تېرېدو سره لاهم پرمختګ کار او پراختیايې موندله چې په ترڅ کې یې د ځینو بهرنیانو اسیر کېدو ته هم خبره ورسېدله، نو یرغلګرو امریکاییانو د اړتیا محسوس کړه چې نور باید مستقیماً له دې مقاومت سره د اړیکو یوه لار پیدا کړي- هماغه ؤ چې په ړومبي ځل د بندیانو د تبادلې خبرې ترسره شوې او بیا څه موده وروسته د نورو خبرو اترو لپاره په قطر کې د یو آدرس په توګه پر دفتر جوړولو موافقه وشوه- که څه هم د قطر دفتر موضوع هم له ډېرو لوړو ژورو راتېره شوې وه خو بالآخره امریکاییانو د (۱۳۹۷هـ ش) کال د میزان په شمله د اسلامی امارت له ټاکل شوي پلاوي سره په رسمي ډول د خبرو اترو پر ټغر زنګنونه ولګول- د مذاکرات چې له هېواد نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، بندیانو آزادولو، کابل ادارې سره خبرو اترو او ترهګرۍ ختمولو په شان پېچلو موضوعاتو سره یې تړاو درلود، انتهايي ډېر ځورونکي او ستومانوونکي وو چې یوولس پړاوونه یې تقریباً په یو نیم کال کې پای ته ورسېدل، دغه تړون د حوت په لسمه چې اوس یې دویمه کلیزه ده، د قطر پلازمینې دوحې په یوه هوټل کې د افغانانو د استازو او امریکایي چارواکو له خوا لاسلیک شو.
د یاد تړون د ارزښتونو او اغېزو مهم ټکي دادي چې یو خو په نړیواله کچه د افغانانو له مشروعې دفاع او مبارزې نه د ترهګرۍ نوم لیرې کړی شو او ګردې نړۍ ته ثابته شوه چې اسلامی امارت د افغان ملت د مسلمو حقونو د دفاع یوازنی ضامن او واکدار دی بل دا چې کله امریکې غوندې ځواکمن هېواد له دې امارت سره مخ په مخ د سولې مذاکراتو ته چمتو او بیايې تړون ورسره لاسلیک کړ، نو په کور د ننه او بهر هر چاته معلومه شوه چې پرته له شکه اسلامی امارت دا ځواک او وړتیا لري چې د کابل د تپلي او جعلي نظام پر ځای افغان هېواد په خورا ښه توګه اداره کړی شي- همدې مفهوم د کابل پر چارواکو او د هغوی پر وسلوالو لښکرو باندې هم زښته ډېر اغېزوکړ- ځکه هغوی ته د مذاکراتو له پیله دا اندازه ولګېدله چې نور یې هم د اشغالګرو پر وړاندې خپل ارزښت بایللی او هم یې په نړیواله ټولنه کې څه عزت او درناوی نه دی پاتې. تر دې چې د همدغه تړون پر اساس د څوارلسو میاشتو په موده کې ټول بهرني ځواکونه له هېواده ووېستل شول او په دې سره د اشغال د پلویانو زړونه دومره مات شول چې د بهرنیو ځواکونو یو څه ټولګی لا د کابل پر هوايي ډګر واکمن و چې بیا د دوی نه مشرپاتې شو او نه کشر- البته اشغال ګرو هیڅکله دا اټکل نه ؤ کړی چې پرخپلو اجیرانو شل کلنه خواري او درې نیم لکه روزل شوی لښکر به یې په داسې ناڅاپي ډول یومخ له منځه ځي- بلکې یقیناً هغوی په دې انتظار ووچې د هېواد څه ناڅه اطرافی اولیرې کلیوالې سیمې به د مجاهدینو پر لاس خو لوی ښارونه به یې د همدغو انډیوالانو ترواک لاندې وي چې په دې ډول به هغوی د جګړې دواؤ خواؤ سره اړیکې لري او ګټې به یې خوندي وي خو افغانان به هره ورځ لږ ترلږه خپل دوه- درې سوه ځوانان او واړه- زاړه هدیرو ته لېږدوي خو لوی او قادر خدای جل جلاله پر مظلوم افغان ولس زښته ډېر فضل وکړ، د دښمن ټولې دسیسې او پلانونه یې ورشنډ او زموږ هېوادبې له یوې دوامدارې جګړې را خلاص کړ چې دادی اوس هر افغان د یو خپلواک اسلامی نظام تر واک لاندې د سوکاله ژوند تېروي- راځئ د تېرو شلو کلو د قربانیو درناوي وکړو او په ډېر اخلاص له همدغه لاس ته راغلي فرصته په ښه ډول استفاده وکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button