سرمقالې

د اسلامي نظام د استحکام لپاره بايد جدي هڅې وشي!

په اوسني عصر کې خلک له غیرمستقیمې لارې ځان هدف ته رسول سیاست تعریفوي. له مختلفو طریقو کار اخلي او خپل اهداف تر لاسه کوي. خو په اسلام کې د حکومتي چارو ښه تنظیم، د خلکو خدمت، ملت ته ریښتیا ویلو او د خپل ولس د ګټو پر اساس پرېکړو کولو ته غوره سياست وايي. په تېرو فاسدو نظامونو کې موږ د داسې صحنو عیني شاهدان وو، چې نه د چا مال، عزت او سرخوندي ؤ او نه د ولس غوښتنو، عقايدو او کلتور ته پاملرنه کېده. د ملوک الطوایفي دوره وه، په هره سیمه او هره ناحیه کې بیله پاچاهي وه، د زور او غصب لړۍ روانه وه، یو څو تنه غله مو په سر او شتمنیو واکمن ول، د هيچا حیا او عزت خوندی نه ؤ، د جنګونو په دوام کې يې خپله بقا ليده او تر آخره يې په جنګ ترکیز کاوه. ځکه چې نه د هغوی زامن او وروڼه پکې وژل کېدل او نه يې مالي زيان درلود، بلکې د نورو په بې عزتۍ کې يې خپلې شخصي ګټې لټولې. خو بالآخره په مظلومو افغانانو له بې دریغه ظلمونو وروسته، د نړيوال کفر له پوره حمایت سره، سره بيا هم د دوی د غرور ماڼۍ رانسکورې شوې. اوس چې په ګران هېواد کې د ميليونونو شهيدانو له قربانيو وروسته، يو ځل بيا اسلامي نظام نافذ دی، بايد د دغه نظام د استحکام او بقا لپاره جدي هڅې وکړو او هغه ځينې ستونزې هم حل کړو، چې د ملت او امارت تر منځ د واټن او خفګان لامل ګرځي. مسؤلين بايد په واقعي معنی ځانونه مسؤلين وګڼي، په هره برخه کې ملت ته لازم خدمات وړاندې کړي، له ملت سره غونډې وکړي او خپل ځورېدلی ملت په غېږ کې ونيسي. مسؤلين بايد په هيڅ صورت اجازه ورنه کړي، چې د حکومت او ملت ترمنځ فاصله رامنځته نه شي، نړیوال استکبار هم په کمین کې دي که په مستقیم نه خو په غیرمستقیم ډول زموږ حالات څاري دموقع نه په ګټی اخیستنی شرایط دې ته جوړ کړي چې د حکومت او ملت د فاضلې باعث شي چې بیا به اوبه له ورخه تيرې وی لکه پښتو لنډۍ ده چې وايي:

په ټوکه ټوکه مې ګڼله !

د جانان کډه په رښتیا له ملکه ځينه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button