دینې لیکنېلیکنې

د اسلام ونه د شهیدانو پر وینو زرغونېږي

مولوي ضیاءالحق حسان

شهادت د الله تعالی هغه تحفه ده،چې خپل نازولي بنده ګان پرې نازوي، شهادت د جهاد د مدرسې د ستړو طالبانو د فراغت سند دی، شهیدان د تاریخ زرین باب جوړوي او د شهید وینه د تاریخ زړه دی، د اسلام ونه د شهیدانو له وینو زرغونېږي.

کله چې په ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په اوومه امریکا د ناټو تر چتر لاندې د هېواد د یرغمل کېدلو په تکل خورا بې رحمانه یرغل وکړ، د دې ټاټوبي له غېږې احرارو پرګنو د دوی د مقابلې ډګرونه په لوړ عزم وپالل، امریکایان چې په عصري ټيکنالوژۍ پوره سمبال و، د دوی مقابله هم سخته وه ډېرو به ویل: طالبان لیونیان دي، موټرسیکل او طیاره، دا زاړه ټوپک..! خو دوی بیا په توکل محض د یرغلګرو مقابله وکړه.

د دې صف لارویانو په خورا غربت، سفر او له کړاوونو په ډکه زنده ګۍ کې دغه جهادي بهیر مخته وړلو.

زموږ یوه ملګري مولوي ولي مرجان «فیاض» راته د جهاد د اولو شپو کیسه کوله ویل یې: یو راکیټ مو واخیستلو، ملګرو ته مو ویل کله چې د اختر سرسایې واخلو قرض به یې پرې خلاص کړو، ټوله روژه مو خلکو ته د تراویح لمونځ په جماعت ورکړ، کله چې اختر شو دوی سرسایې راکړې او د راکیټ قرض مو پرې خلاص کړ.

شیخ الحدیث مولوي محمد شریف «حلیمي» راته ویل: د جهاد زنده ګي له غربت ډکه وه، کله چې له کورنۍ جلا شوم، هېڅ مو هم نه لرل، موږ کور کې شپږ کسان وو او ګیلاسونه پنځه راورسېدل، کشرۍ لورکۍ ته به مې ویل: راځه ته له ما سره وار وکړه، هغه به په همدې خوشحاله شوه او له ما سره به یې چای څښلو، یوه ورځ یوه ملګري پنځه سوه افغانۍ راکړې، کور ته راغلم او د ګاز ډبې مې پرې ډکې کړې، په صحرا کې مې الله تعالی ته د شکر سجده وکړه.

د دې اتلانو اتلولۍ، د جهادي دور کیسې لیکل د تاریخ مهمه برخه جوړوي.

دا چې ښاغلي نعمت الله پټانزي «زمري مجاهد» د شهیدې قافلې تر عنوان لاندې یوازې د میدان وردګو ولایت، سیدآباد ولسوالۍ د پټانخیلو کلي ۴۰ شهیدانو ژوند لیک لیکلی مبتکرانه غوراوی دی، الله تعالی دې د زمري مجاهد دغه هڅه ورته قبوله کړي.

د هېواد له غېږې ګڼ اتلان د شهادت له کاروان سره تللي، دلته یوازې د یوه کلي د څلوېښتو شهیدانو ژوند لیک څرګند پیغام لري هغه دا چې د دې سیمې اتلو زلمکیو د ازادۍ لیلی ته څومره ځوانۍ نذرانه کړې.

د کتاب په پاڼو کې ځای پر ځای د سالارو د معرکو یادونه هم شوې، سالار چې په اوسني انقلاب کې یې د دوهم میوند نوم خپل کړ، همدلته ګڼ یرغلګر د اور خوراک شول.

د ذبیح الله جان هغه کیسه چې دی شهید دی او مورکۍ یې کابل کې ده یو څوک ورته وایي چې ذبیح الله زخمي دی او لرې ځای ته یې د تداوۍ لپاره وړي، یو ځل به ورشو، دا چې د اختر کمې شپې تېرې وې نو مورکۍ یې له اختر پاتې مېوه هم له ځان سره غوټه کړه او ویل یې کوندې دومره وي،چې دغه میوه وخوري، خبره نه وه چې هغه د شهادت له کاروان سره تللی د زړه مراندې پرېکوي.

کله چې کابل فتحه شي بیا دې شهید شم؛ من تا یک ساعت دیګر به هدف خود میرسم، دا او دې ته ورته کیسې د دې صف د لارویانو د کراماتو کیسې کوي.جامې مې مه پرېکوه، د هغه زخمي جانان خبر ده چې ډاکتر یې جامې پرېکوي تر څو یې زخمونه تداوي کړي او دی ورته وایي جامې مې مه پرېکوه! د دې صف د لارویانو د غربت کیسې کوي.

په پای کې یو ځل بیا زمري مجاهد ته د دې لوی خدمت مبارکي وایم، دغه راز په نورو لیکوالانو غږ کوم چې د تیرې بې جوړې مبارزې د نومورکو اتلانو نومونه د تاریخ پاڼو ته وسپاري، نور مو د کتاب لیکلو ته راوبولم.

مینه او درنښت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button