سرمقالې

د اقتصادي او تبليغاتي يرغل مقابله هم يوه لويه ملي فريضه ده

د سپېڅلیي الهي کلام له دې وينا سره سم چې مفهوم يې دی: (هغوی يعنې دښمنان غواړي، د الهي دين رڼا د خپلو خولو په پوکيو سره مړه کړې.) اوس دا دی، وينو چې د نظامي ډګر له پرېښودو وروسته د اسلام دښمنانو په يو داسې پراخ تبليغاتي کمپاين لاس پورې کړی، چې نه يوازې د افغانانو بلکې د ګردې نړۍ پام يې وراړولی دی. ښکاره ده چې د هغوی دا ډول شيطاني پروپاګند پرته له ځينو کره، بااحساسه او ځيرکو مؤمنانو د نن زمانې پر زیاترو سست اېمانو او ناپوهو وګړيو حتماً څه اغېزې لرلی شي. دښمن هڅه کوي د نورو تبلغیاتو تر څنګ د مسلمانانو پر خلاف د اقتصادي بنديزونو له وسلې هم کار واخلي، څو په دې توګه نړيوالو ته وښيي چې اسلام د انسان د ژونديو چارو د تنظيم لپاره هيڅ کوم پروګرام نه لري. په دې مانا، چې نه د نن زمانې سياست پر مخ بیولی او نه د اقتصادي ننګونو ځواب ویلی شي. مطلب اوسمهال هغوی په يو داسې حيثیت کې دي، چې د ځمکې پر مخ د اسلامي نظام د کوم سمپل د وړاندې کېدو هيڅ زغم نه لري. بلکې يوازې هماغه طاغوتي مذهب (ليبراليزم) پر ګردو نړيوالو جبراً او قهراً تپل غواړي. د همدې مقصد لپاره هغوی بشري توکم ته د نن ورځې ټولې ورپېښې بدمرغۍ فقط له اسلام سره غوټه کوي، څو په دې وسيلې وکولی شي د وخت هغه لالهانده انسانان چې د خپلې فطري تندې خړوبولو پسې ستړی ستومانه ګرځي. لا هم بې لارې او د اسلام دغې مبارکې رڼا ته ور پرې نږدي او په دې ډول د خپل مشر استاد (ابليس) لپاره څه ملګري او مريدان نور هم ورزيات کړي. حقیقت دا دی، چې د حق او باطل دغه مقابله د بشر د پيدايښت له پېله را روانه او آن تر قيامته به چليږي. او دغه شان تر يو او بل قومه پورې هم نه ده تړلې. يوازې په دومره توپير چې کوم خلک د ابلیس او د هغو ملګرو دجالانو سره ملګرتیا کوي، ظاهراً به يې ګېډې مړې او تر څه حده به يې نفساني هوسونه ترسره وي؛ خو څوک يې چې مخالفت او مقابله کوي. طبعاً له يو شمېر ستونزو سره به مخ کېږي خو په واقعيت کې همدا ټولګی خلک د خپل خالق او مالک دوستان او د ابدي بريا ګټونکي دي. دا چې اوس د افغان ملت غوڅ اکثریت د ابليس د لښکرو مقابلې ته ملا تړلې او په دې لاره کې يې بې درېغه قربانۍ ورکړې دي. بناءً لازمه ده، خپل دښمن سره پاتې ډګرونو کې هم مبارزې ته ځان چمتو کړي. البته دا ډګر توره او ټوپک نه بلکې يوازې صبر و استقامت غواړي. په دې هکله د يو من لپاره دغه قرآني ارشاد بالکل شافي او کافي دی، چې وايي: (که تاسې صبر او تقوا کوئ، نو د هغوی دسيسې کوم زیان نه شي در رسولی.) په دې اساس دا وخت د ګرد افغان مسلمان ولس پر غاړه دا هم يوه لويه ديني او ملي فريضه ده چې بشپړ متانت او ځيرکۍ سره نه يوازې دا چې له روانو شيطاني تبليغاتو متأثر نه شي، بلکې په يوه خوله يې غاښ ماتونکی ځواب هم ووايي. اوس باید د حکومت او رعيت هر فرد، هره ټولنه او خصوصاً هره فکري او تبليغاتي اداره د هغه لوی تبليغاتي يرغل مقابلې ته ټينګه ملا وتړي، چې دا وخت يوازې د خپلو درواغجنو پروپاګندو پر مټ غواړي، زمونږ پر مصيبت ځپلي ولس قيامت، فاجعه او ناورین راولي. دوی غواړي فقط د(هله تبايي راغله) په نارو سورو موږ له خپل کار روزګار هم لاس واخلو، تدابیر نيول هم پرېږدو او خپل اقتصادي وضعيت لا نور هم بحراني او بې ثباته کړو. مونږ هر يو باید کلک باوري اوسو، چې د نن فرعوني دربارونه به هيڅکله او په هيڅ صورت نه زمونږ پر حال زړه وسوځوي او نه به زمونږ له ځورولو لاس واخلي؛ ځکه خو اوس په دې برخه کې هم د مسؤلينو او هم د ټولو ديني علماؤ او رهبرانو تر هر څه مهمه ذمه واري دا ده، چې د خپلو جوماتونو، منابرو، مدارسو، خواله رسنيو، رايډو ګانو، ټي وي چينلونو او ګردو تبليغاتي دستګاو له لارې پر خپل ټول رعيت د صبر او استقامت غږ وکړي، ډاډ ورکړي او د اقتصادي بحران د مخنيوي لپاره اغېزناک او مناسب تدابیر وسنجوي. مشران باید په خپلو بیانيو سره د خلکو د قناعت او اطمينان هڅه وکړي؛ ځکه د دوی ويناوې پر عوامو خامخا ډېر اثر کوي. او که خدای کول د لوی او قادر خدای توفیق به له مونږ سره مل وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button