د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په تړاو بحثونه وشول
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن په خپل اېکس په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي کمیسیون د غونډې خبر ورکړی دی. په دې غونډه کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلاره او د کان کیندنې په پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې پر پالیسیو بحث وشو.
د یادو موضوعاتو تر ارزونې وروسته پرېکړه وشوه چې د موضوعاتو د لا بډاینې په موخه دې په دې مسودو کې د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او مالیې وزارتونه او د سټنډرډ ملي ادارې غړي زیات شي او د نظر اخیستلو لپاره دې تدارکاتو ریاست ته ولېږل شي.
همدارنګه د کان کیندنې پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په اړه د جوړې شوې پالیسۍ د اصلاح او غني کولو په موخه د اقتصادي معاونیت د اقتصادي ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه ګډې ناستې وکړي او اصلاح شوې پالیسي دې بېرته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.
د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دایرېږي چې په هره غونډه کې پر لویو او مهمو پروژو بحثونه کیږي.